TOOSnews
اعلان
برازيل له نړيوال جامه ووت؛ ناروې تاريخي بريا خپله كړه.
ورزشټوس نیوز

برازيل له نړيوال جامه ووت؛ ناروې تاريخي بريا خپله كړه.

۱۵ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ناروې د فوټبال ملي لوبډلې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام د یو اتم پړاو په سیالۍ کې برازیل ته ۲-۱ ماته ورکړه او د ناروې په تاريخ کې يي د لومړي ځل لپاره د نړیوال جام کوارټر فاینل ته لار ومونده. په دې بریا سره ناروې د اتلولۍ یو مهم مدعي، برازیل، له سیالیو بهر کړ.

دغه لوبه د یکشنبې په شپه، د جولای په پنځمه، ترسره شوه. د ناروې بریا کې بریدګر ارلینګ هالند ځلیدونکی و او د لوبې دواړه ګولونه یې ترسره کړل. د برازیل یوازینی ګول نیمار د لوبې په اضافي وخت کې د پنالټۍ له لارې وواهه، خو ونه توانېد چې د خپلې لوبډلې د ماتې مخه ونیسي.

هالند د دغو دوو ګولونو په وهلو سره په روان نړیوال جام کې د خپلو ګولونو شمېر اوو ته ورساوه او د لیونل میسي او کیلیان امباپې ترڅنګ د سیالیو د مخکښو ګول‌وهونکو په سر کې يي ځای ونیو.

برازیل، چې د نړیوال جام پنځه ځله اتل پاتې شوی او د دغو سیالیو تر ټولو بریالۍ لوبډله بلل کېږي، په دې ماتې سره له نړیوال جام څخه مخه ښه وکړه. ټاکل شوې ناروې د کوارټر فاینل په پړاو کې د مکسیکو او انګلستان د لوبې له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.