بریټانیا د فارس خلیج د همکارۍ شورا له غړو هېوادونو سره د یوه پراخ سوداګریز تړون د لاسلیک کولو په درشل کې ده؛ داسې تړون چې لندن یې د جي۷ ډلې د یوه غړي هېواد او دې شورا ترمنځ لومړنی ستر سوداګریز تړون بولي.
د بریټانیې د حکومت د خبرپاڼې له مخې، تمه کېږي چې دغه تړون به هر کال د دې هېواد د اقتصاد په وده کې شاوخوا ۵ میلیارده ډالره مرسته وکړي. همدارنګه اټکل کېږي چې د دې تړون په پلي کېدو سره به د بریټانیې د خلکو واقعي عاید او د پېرلو ځواک نږدې ۱.۹ میلیارده پونډه زیات شي.
د دې تړون اصلي برخه د سوداګریزو تعرفو پر پراخ کمښت ولاړه ده. د خپرو شویو جزیاتو له مخې، بریټانیې ته د فارس خلیج هېوادونو ته د صادرېدونکو توکو شاوخوا ۵۸۰ میلیونه پونډه ګمرکي تعرفې به لغوه شي، چې له دې ډلې ۳۶۰ میلیونه پونډه به د تړون له عملي کېدو سره سم سمدستي لرې شي.
د بریټانیې لومړي وزیر کییر سټارمر دغه تړون «د بریټانیايي کاروبارونو لپاره ستره بریا» بللې او ویلي یې دي چې دا د هغه د حکومت پنځم مهم سوداګریز تړون دی، چې له هند، امریکا، اروپايي ټولنې او جنوبي کوریا وروسته ترسره کېږي.
هغه زیاته کړې چې د فارس خلیج هېوادونه د بریټانیا لپاره ارزښتناک اقتصادي شریکان دي او دا تړون کولای شي د دواړو لورو اقتصادي اړیکې لا ژورې کړي او د سوداګرۍ او پانګونې لپاره نوې لارې پرانیزي.
د فارس خلیج د همکارۍ شورا سرمنشي جاسم البدیوي هم ویلي چې دغه تړون به د دواړو سیمو اقتصادي لارې د راتلونکو نسلونو لپاره لا ټینګې کړي. د هغه په وینا، دا تړون داسې طرحه شوی چې د ټولو اوو لاسلیک کوونکو لورو شرکتونو، پانګهوالو او وګړو ته دوامدارې او د اندازه کېدو وړ اقتصادي ګټې ورسوي.
د بریټانیا د سوداګرۍ او کاروبار وزیر پیټر کایل هم ټینګار کړی چې دا تړون د اقتصادي باور روښانه پیغام لېږي او بریټانیايي صادرونکو ته د راتلونکي لپاره د پلان جوړونې لا ډېر ډاډ ورکوي.
اټکلونه ښيي چې دغه تړون، د بریټانیې له نوي تړون له هند سره یو ځای، کولای شي تر ۲۰۴۰ کال پورې هر کال د بریټانیې ناخالص کورني تولید ته له ۸ میلیارده پونډو څخه ډېره زیات کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








