TOOSnews
اعلان
ایا اقتصادي فشار کولی شي تهران شاتګ ته اړ کړي؟
اقتصاديټوس نیوز

ایا اقتصادي فشار کولی شي تهران شاتګ ته اړ کړي؟

۸ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د امریکا له خوا د ایران پر وړاندې د اقتصادي فشار د نوي کمپاین له اعلان یوه ورځ وروسته، د دغه هېواد ډېرو مهمو رسنیو په یوه موضوع کې ګډ نظر درلود: نوي بندیزونه کولی شي د ایران اقتصاد ته لا زیات زیان ورسوي، خو لا هم په دې اړه جدي شکونه شته چې ایا دغه فشارونه به د تهران د چلند د بدلون لامل شي که نه.

فاکس نیوز، چې د امریکا د ولسمشر، ډونالډ ټرامپ، له نږدې رسنیو څخه ګڼل کېږي، د نورو رسنیو په پرتله خوشبینانه ارزونه وړاندې کړه. دې شبکې راپور ورکړ چې د ایران د تېلو صادرات، چې له جګړې مخکې شاوخوا ۱.۵ میلیونه بېرله په ورځ کې وو او ډېره برخه یې چین ته پلورل کېده، اوس شاوخوا ۵۰۰ زره بېرلو ته راکم شوي دي.

فاکس نیوز د ایران د لوړې کچې انفلاسیون او د خوراکي توکو د بیو د پام وړ لوړوالي ته په اشاره ولیکل چې د دغه هېواد اقتصاد له سخت فشار سره مخ دی. خو دې شبکې هم ټینګار وکړ چې که څه هم د امریکا د حکومت اقتصادي سیاستونه کولی شي ایران لا غریب کړي، خو څرګنده نه ده چې دا ډول فشار به په پای کې وکولای شي تهران دې ته اړ کړي چې په خپلو دریځونو کې بدلون راولي.

دې رسنۍ د باراک اوباما د ولسمشرۍ د دورې د بندیزونو د تجربې په څېړلو کې یادونه وکړه چې د هغه وخت اقتصادي فشارونه په پای کې د اټومي خبرو اترو او د برجام تړون ته ورسېدل؛ خو ایران د دې بهیر په ترڅ کې وتوانېد چې د یورانیمو د بډایه کولو خپل حق وساتي. فاکس نیوز په خپله شننه کې ټینګار وکړ چې دا ثابتول ستونزمن نه دي چې بندیزونو د ایران اقتصاد ته زیان رسولی، خو دا معلومول چې دغه بندیزونه د امریکا د بهرني سیاست د موخو په ترلاسه کولو کې تر کومه بریده بریالي شوي، ډېر پېچلی کار دی.

بلومبرګ هم په یوه پوډکاسټ کې، چې «د ایران د اقتصاد د ژوند حیاتي رګ» نومېده، دا پوښتنه مطرح کړه چې ایا تهران لا هم دومره عاید ترلاسه کولی شي چې د اسلامي جمهوریت د سیاسي جوړښت د ساتلو لپاره بسنه وکړي. دې رسنۍ د دې پوښتنې ځواب په څو عواملو پورې تړلی وباله؛ لکه د چین سیاست، د بندیزونو د تېریدو په برخه کې د ایران د بریا کچه او په نړیوال بازار کې د تېلو د بیو بهیر.

په دغه پوډکاسټ کې ټینګار وشو چې اصلي مسئله نور دا نه ده چې ایا ایران له اقتصادي فشار سره مخ دی که نه؛ ځکه د دغو فشارونو شتون څرګند دی. اساسي پوښتنه دا ده چې ایا ایران کولی شي، پرته له دې چې په خپل سیاسي جوړښت کې جدي ګډوډي رامنځته شي، د اوږدې مودې لپاره دغه وضعیت وزغمي. د بلومبرګ شنونکو دې پوښتنې ته روښانه ځواب نه دی وړاندې کړی.

بل لوري ته، د «ډیلي بیسټ» پوډکاسټ ډېره پاملرنه د ټرمپ د حکومت لپاره د جګړې پر کورنیو پایلو کړې وه. د دې تحلیل سرلیک «د ایران په اړه د ټرمپ سیاست په یوه سیاسي ناورین بدلېدو په حال کې دی» و، چې د ارزونې اصلي محور یې څرګندوي.

په دې تحلیل کې، د هغو موخو په اړه چې ټرمپ د جګړې په پیل کې اعلان کړې وې، ادعا شوې چې له دغو موخو څخه هېڅ یوه هم په بشپړه توګه نه ده ترلاسه شوې. همدارنګه د جګړې د اقتصادي لګښتونو زیاتوالی، په ځانګړي ډول د انرژۍ د بیو لوړوالی، د هغه عامل په توګه یاد شوی چې کولی شي په تدریجي ډول د امریکا د حکومت لپاره په یوه سیاسي ننګونه بدل شي.

«وال سټریټ ژورنال» هم د ټرمپ د حکومت له خوا پر ایران د اقتصادي فشار د پایلو په اړه راپور خپور کړ. دې ورځپاڼې په ایران کې د خلکو د پېرودلو د زیاتوالي او په ځینو سیمو کې د سون توکو د کمښت په اړه راپورونو ته په اشارې ولیکل چې د هېواد د تېلو صادرات د پام وړ کچه راکم شوي دي.

خو وال سټریټ ژورنال هم ټینګار وکړ چې اقتصادي فشارونه تر اوسه نه دي توانېدلي چې د ایران اقتصاد په بشپړه توګه له پښو وغورځوي. دې ورځپاڼې، د بلومبرګ په څېر، د ایران د اقتصادي فعالیتونو د دوام لپاره د چین رول مهم وباله او چین یې د ایران د تېلو د صادراتو او مالي راکړو ورکړو د دوام له مهمو عواملو څخه وباله.

وال سټریټ ژورنال زیاته کړه چې د ټرمپ د حکومت د بندیزونو د لا سختولو نوې تګلاره له یوې اساسي کمزورۍ سره مخ ده؛ سپینه ماڼۍ لا هم نه غواړي چې له چینایي بانکونو او مالي بنسټونو سره مستقیمه سیالي وکړي. د دې تحلیل له مخې، تر هغه چې دغه مالي او سوداګریزې لارې پرانیستې پاتې وي، ایران هم کولی شي د خپلو اقتصادي راکړو ورکړو او د تېلو د صادراتو یوه برخه وساتي.

د دغو ټولو ارزونو مجموعه ښيي چې امریکايي رسنۍ، سره له دې چې د بندیزونو او جګړې د پایلو په تحلیل کې له یو بل سره توپیر لري، پر یوه ګډ ټکي ټینګار کوي: پر ایران اقتصادي فشار زیات شوی، خو دا چې دغه فشار په یوه مشخصه سیاسي پایله بدل شي، لا هم یقیني نه ده.

د چین رول، د بندیزونو د تېریدو لپاره د ایران وړتیا او د نړیوال بازار د تېلو وضعیت هم له هغو مهمو عواملو څخه دي چې کولی شي د دغه اقتصادي فشار د کمپاین پر پایله اغېز وکړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.