چینايي کارګرو د تاجکستان او افغانستان پولې ته نږدې د یوې سترې لارې د جوړولو چارې، چې د امنیتي اندېښنو له امله څو میاشتې درېدلې وې، بېرته پیل کړي دي.
د تاجکستان د ترانسپورټ وزارت ویلي، د دوشنبې – کولما لویې لارې د ۱۰۹ کیلومتره برخې د جوړولو کار، چې د افغانستان پولې ته نږدې موقعیت لري، له ځنډ وروسته بیا پیل شوی دی.
د وزارت په وینا، تاجکستان چین ته ډاډ ورکړی چې د چینايي کارګرو د امنیت لپاره به ځانګړي تدابیر نیول کېږي.
د دې پروژې چارې د ۲۰۲۵ کال په وروستیو کې وروسته له هغه ودرېدې چې چین د امنیتي ګواښونو له امله خپلو وګړو ته سپارښتنه وکړه له سرحدي سیمو ووځي. دغه پرېکړه د ۲۰۲۵ کال د نومبر په وروستیو کې پر یوه چینايي کاري ټیم له برید وروسته وشوه، چې په کې دوه چینايي کارګر ووژل شول. په یوه بله جلا پېښه کې هم درې نور چینايي وګړي وژل شوي وو.
تاجک چارواکو د دواړو بریدونو پړه په افغانستان کې پر مېشتو وسلهوالو ډلو اچولې، خو تر اوسه یې د دغو ادعاوو لپاره خپلواک شواهد نه دي وړاندې کړي.
د ازادي راډیو د تاجکستان څانګې د راپور له مخې، اوس د چینايي کارګرو امنیت د تاجکستان ځانګړي ځواکونه تأمینوي.
همداراز، د تاجکستان د دفاع وزارت اعلان کړی چې ټاکل شوې د روان کال په سپټمبر میاشت کې چینايي سرحدي ځواکونه او تاجک امنیتي ځواکونه ګډ پوځي تمرینونه ترسره کړي.
لیکوال:سعید سمیر








