TOOSnews
اعلان
په مزارشریف ښار کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سوداګریز مرکز د جوړولو پیل وشو.
اقتصاديټوس نیوز

په مزارشریف ښار کې د ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه سوداګریز مرکز د جوړولو پیل وشو.

۳۰ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د بلخ ولایت په مرکز،مزارشریف ښار کې د شاوخوا ۱۵۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د یوه شپږپوړیز سوداګریز مرکز د جوړولو چارې په رسمي ډول پیل شوي دي.

د دې پروژې مسؤلین وایي چې دغه مارکېټ به د کانونو او پټرولیم وزارت اړوند په نږدې ۲۶۵۰ مربع متره ځمکه کې جوړ شي او ټاکل شوې ده چې د روان کال تر پایه ګټې اخیستنې ته وسپارل شي.

د پروژې مدیر محمدآصف مومند ویلي، د دغه سوداګریز مرکز د جوړولو چارې به له شپږو تر نهو میاشتو پورې وخت ونیسي.

د پروژې انجنیران وایي چې د ودانۍ په جوړولو کې به له باکیفیته کورنیو ساختماني موادو څخه استفاده وشي او هڅه به وشي چې ټول لازم ساختماني معیارونه په پام کې ونیول شي.

یو شمېر کارګرو هم د دا ډول پروژو پیل د کاري فرصتونو د رامنځته کېدو او د کورنیو د اقتصادي وضعیت د ښه والي لپاره مهم بللی دی.

د هغوی په خبره، د ساختماني پروژو پراختیا کولی شي لسګونو کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او د مزارشریف ښار اقتصادي وضعیت لا ښه کړي.

دا په داسې حال کې ده چې د مزارشریف ښاروالۍ تر دې وړاندې په دې ښار کې د څه باندې ۳۰۰ سوداګریزو او استوګنیزو ودانیو د جوړولو جوازونو د صادرېدو خبر ورکړی و.

په مزارشریف کې د ساختماني پروژو زیاتوالی د افغانستان د شمال له مهمو اقتصادي مرکزونو څخه دی د اقتصادي فعالیتونو او پانګونې د پراختیا نښه بلل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.