د کابل ښاروالۍ اعلان کړی چې د کابل د ودانۍ مخې ته د یوه هوایي پل د بنسټونو د جوړولو کار پیل شوی او ډېر ژر به د دې پل له مخکینې جوړ شوي ګاډرونه هم نصب شي.
د ورکړل شویو معلوماتو پر بنسټ، دا هوایي پل به ۲۳۵ متره اوږد، ۱۸ متره پلن او ۶.۸ متره لوړ جوړ شي او څلور د تګ راتګ لینونه به ولري چې دوه یې د تګ او دوه یې د راستنېدو لپاره وي. همدارنګه، د وسایطو د ښه تګ راتګ لپاره به ۱۵۰ متري دایروي رامپ هم جوړ شي.
سالنګواټ لاره د کابل ښار له تر ټولو ګڼه ګوڼې لرونکو سیمو څخه ګڼل کېږي، چې هره ورځ خلک په دې مسیر کې د ډېرو وسایطو له ګڼوالي سره مخ کېږي.
مسؤولین وايي، تمه کېږي چې د دې پروژې د بشپړېدو سره به د ښارنوو، ده افغانان او شاوخوا سیمو تګ راتګ منظم شي او د پلازمېنې د ترافيکي ستونزو یوه برخه به کمه شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








