هسپانیې د ۲۰۲۶ کال فوټبال نړیوال جام د ۱۶ غوره پړاو په سیالۍ کې پرتګال ته ۱-۰ ماته ورکړه او د کوارټر فاینل پړاو ته یې لار وموندله. له دې ماتې سره د پرتګال د ۴۱ کلن ستوري کریستیانو رونالډو د نړیوال جام وروستی سفر هم پای ته ورسېد.
د دواړو لوبډلو ترمنځ سیالي له پیل څخه تر پایه سخته او سیالیزه وه، خو د لوبې یوازینی ګول میکل میرینو وواهه او هسپانیې ته یې بریا ورپه برخه کړه.
پرتګال د مساوي ګول لپاره پرلهپسې بریدونه وکړل، خو د هسپانیې منظمې دفاع د لوبې تر وروستۍ شېبې د هغوی ټولې هڅې شنډې کړې.
په دې ماتې سره پرتګال له نړیوال جام څخه بهر شو او د کریستیانو رونالډو د نړیوال جام وروستۍ هڅه هم پای ته ورسېده. رونالډو تر دې وړاندې ویلي وو چې د ۲۰۲۶ کال نړیوال جام به د هغه د لوبغاړي په توګه وروستی نړیوال جام وي.
هسپانیه به د کوارټر فاینل په پړاو کې د امریکا او بلجیم ترمنځ د سیالۍ له ګټونکې لوبډلې سره مخامخ شي.
لیکوال:سعید سمیر








