د افغانستان د ولسمشرۍ ماڼۍ د دفتر پخواني رییس محمد عمر داوودزي له کابل سره د تاشکند پر سوداګریزو او اقتصادي اړیکو خوښي ښودلې او دا یې د افغانستان د اقتصادي ودې لپاره مهم اقدام بللی دی. نوموړي ویلي، یوازې تلپاتې اقتصاد او پانګونې کولای شي افغانستان له اوسني وضعیت څخه وباسي.
محمد عمر داوودزي د جمعې په ورځ، د غبرګولي لومړۍ، په خپله اېکسپاڼه لیکلي، هېوادونه په «خیراتونو» نه جوړېږي، بلکې د کارموندنې، پانګونې او اقتصادي فرصتونو له لارې پرمختګ کوي. د هغه په وینا، ازبکستان په وروستیو کې د افغانستان لپاره د سیمې د یوه رغنده او بېپرې شریک په توګه راڅرګند شوی دی.
داوودزي ټینګار کړی، چې افغانستان او ازبکستان نه یوازې ګډه پوله لري، بلکې ګډ تاریخ، فرهنګ او اقتصادي ګټې هم سره شریکوي. هغه ویلي، دواړه هېوادونه د سیمې د سولې او ثبات لپاره ګډ مسوولیت لري او په اوسني جیوپولیټیکي وضعیت کې د اړیکو پیاوړتیا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.
د نوموړي په خبره، د کابل او تاشکند اړیکې د مرکزي او سویلي اسیا د راتلونکي لپاره حیاتي ارزښت لري او باید دومره بنسټیزې شي، چې د سیاسي نظامونو له بدلونونو اغېزمنې نهشي.
بلخوا، د ازبکستان د سوداګرو یوه پلاوي تېره ورځ په کابل کې د افغانستان د سوداګرۍ خونې له غړو سره په ناسته کې ویلي، تاشکند پلان لري د افغانستان په بېلابېلو ولایتونو کې د نساجۍ، کرنې او روغتیايي وسایلو په برخو کې پر لویو فابریکو پانګونه وکړي.
دغه ازبک پلاوي نن په ننګرهار ولایت کې هم د طالبانو له ځايي چارواکو او د درملو د ټولنې له استازو سره د ګډو سوداګریزو همکاریو او د پانګونې د فرصتونو په اړه خبرې کړې دي.
لیکوال:سعید سمیر








