د راپورونو له مخې، په «ارغوان سوداګریز مرکز کې چې د شهریار د اندیشه» ښارګوټي په څلورم پړاو کې پروت دی، یوې پراخې اورلګېدنې لږ تر لږه ۸ کسان وژلي او ۳۶ نور یې ټپیان کړي دي. دغه پېښه د سې شنبې په ماښام رامنځته شوې او ژر تر ژره یې د وروستیو سختو پېښو په کتار کې ځای ونیو.
څو ساعته وروسته له دې چې د اورلګېدنې لومړني انځورونه خپاره شول، د شهریار والي په خپلو لومړنیو څرګندونو کې د ۳ کسانو د وژل کېدو خبر ورکړ، خو د پېښې د پراخوالي او د ژغورنې عملیاتو د دوام په اړه یې ټینګار وکړ چې امکان لري د وژل شویو کسانو شمېر لوړ شي.
د عملیاتو او نورو څېړنو له مخې، د وژل شویو کسانو شمېر ۸ تنو ته او د ټپیانو شمېر ۳۶ تنو ته لوړ شو. راپورونه ښيي چې د اور شدت دومره لوړ وو چې د دې مرکز لویه برخه یې سوځولې ده.
ارغوان سوداګریز مرکز د سیمې یو له لویو سوداګریزو مرکزونو څخه دی چې له ۲۵۰ سوداګریزو واحدونو او ۵۰ اداري واحدونو څخه جوړ شوی دی. دغه مرکز کې د سې شنبې په ماښام اور ولګېد او ورسره سخت مالي زیانونه رامنځته شول.
د کورنیو رسنیو د اعلام له مخې، د شهریار عمومي او انقلابي څارنوالۍ د سې شنبې په ماښام د دې پېښې د ټول اړخیزې څېړنې حکم صادر کړ، همدارنګه د ودانۍ د جوړونکي نیول او د مسؤولینو پېژندنه هم په پلان کې ده.
د پېښې له ځای څخه خپاره شوي انځورونه ښيي چې اور په شدت سره خپور شوی او تقریبا ټول سوداګریز واحدونه یې سوځولي او له خاورو سره یې یو کړي دي.
دغه پېښه په داسې حال کې رامنځته کېږي چې په تېرو میاشتو کې په ایران کې د سوداګریزو مرکزونو د اورلګېدنې څو پېښې ثبت شوي دي. د بېلګې په توګه، د رشت زاړه بازار د دې ماه د اعتراضونو پر مهال اورلګېدنه، او همدارنګه د تهران په جنت آباد سیمه کې د جنت بازار پراخه اورلګېدنه په بهمن میاشت کې رامنځته شوې وه.
لیکواله:سلیمه آریایي








