د هرات یو شمېر اوسېدونکي وايي، سره له دې چې څو ورځې وړاندې د هرات د نفتي موادو ټولنې او ولایتي ادارې د نفتي موادو د بیو د راټیټېدو ژمنه کړې وه، خو تر اوسه په بازارونو کې د تېلو او ګازو په بیو کې هېڅ د پام وړ بدلون نه دی راغلی.
د هرات اوسېدونکو وویل، اوس مهال د یو لیټر روسي پټرولو بیه ۸۱ افغانۍ، د ایراني پټرولو ۷۷ افغانۍ، د ډیزل ۷۲ افغانۍ او د یو کیلو مایع ګاز بیه ۶۵ افغانۍ ده. د دوی په وینا، په ځینو لرو پرتو سیمو کې بیې د ښار تر بازارونو هم لوړې دي.
اوسېدونکي شکایت کوي چې د نفتي موادو د لوړو بیو له امله یې د ژوند لګښتونه زیات شوي او له اړوندو مسوولینو غواړي چې د بیو د راټیټولو لپاره عملي او جدي اقدامات وکړي.
بلخوا، د هرات لپاره د طالبانو والي نوراحمد اسلامجار د نفتي موادو له واردونکو او سوداګرو سره په کتنه کې ټینګار کړی چې عامه ګټې باید پر شخصي ګټو لومړیتوب ولري او سوداګر دې د خلکو د اسانتیا لپاره د نفتي توکو بیې راکمې کړي.
د طالبانو د هرات د رسنیو دفتر په خبرپاڼه کې راغلي، چې اسلامجار ویلي په اوسنیو اقتصادي شرایطو کې سوداګر باید د خلکو ترڅنګ ودرېږي او د بیو د راکمولو او بازار د ثبات لپاره خپل مسوولیت ادا کړي.
په همدې حال کې، د نفتي موادو واردوونکو سوداګرو هم ژمنه کړې چې د شته ستونزو د هواري او اړینو تدابیرو په نیولو سره به په راتلونکو ورځو کې د نفتي توکو د بیو د راټیټولو لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
دا په داسې حال کې ده چې شاوخوا لس ورځې وړاندې د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې هم له سوداګرو غوښتي وو، څو د احتمالي کمښت د مخنیوي لپاره د نفتي موادو واردات زیات کړي.
لیکوال:سعید سمیر








