محمد رضا مودودي، د دوغارون د آزادې سیمې اجرائیوي رئیس، اعلان وکړ چې د «اووم نسل آزادو سیمو» د نمونې پر بنسټ د دې سیمې پراختیایي سند وروستی شوی دی. د هغه په وینا، له افغانستان سره د دوغارون سرحدي موقعیت او د مشهد ـ هرات پر لارې واقع کېدل، دغه سیمه د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ او ټرانزیټ له مهمو لارو څخه ګرځولې ده. هر کال له دې لارې د پام وړ کچه توکي لېږدول کېږي.
مودودي وویل چې د دوغارون د آزادې سیمې په پراختیایي سند کې پر دوامدارې پانګونې او د اقتصادي فعالیتونو پر پراختیا تمرکز شوی دی. هغه زیاته کړه چې د زعفرانو د صادراتو پراخول، د سونتوکو ښار جوړول، د معدني زون فعالول او د لمریزې برېښنا فارم جوړول د دې سیمې له مهمو پروګرامونو څخه دي.
د دوغارون د آزادې سیمې د اجرائیوي رئیس په خبره، د روغتیايي ګرځندوی پراختیا هم د دې پروګرام یو مهم محور دی، او هڅه کېږي چې افغان ناروغان د درملنې خدمتونو ترلاسه کولو لپاره دې سیمې ته راجلب شي.
هغه ټینګار وکړ چې د دغو پروژو بریا د افغان سوداګرو او ناروغانو لپاره د عملي اسانتیاوو رامنځته کولو، په بهیرونو کې د شفافیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي همکاریو لپاره د مناسب چاپېریال په برابرولو پورې تړلې ده.
لیکواله:سلیمه آریایي








