TOOSnews
اعلان
د تحصیلي ویزې د نشتوالي له امله؛ سږکال په خیبر پښتونخوا کې افغان محصلینو ته داخله نه ده ورکړل شوې.
نړۍټوس نیوز

د تحصیلي ویزې د نشتوالي له امله؛ سږکال په خیبر پښتونخوا کې افغان محصلینو ته داخله نه ده ورکړل شوې.

۱۰ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

په پاکستان کې یو شمېر افغان محصلین وايي، د تحصیلي ویزو د صادرولو او تمدید په برخه کې محدودیتونو او د پنجاب له پوهنتونونو څخه د ځینو افغان محصلینو د ایستلو پرېکړې د دوی د زده‌کړو دوام له جدي ستونزو سره مخ کړی دی.

افغان محصلین وايي، په تېرو کلونو کې د علامه اقبال بورسونو له لارې د پاکستان په بېلابېلو ایالتونو، په ځانګړي ډول خیبر پښتونخوا کې، سلګونه افغان محصلین پوهنتونونو او کالجونو ته منل کېدل؛ خو سږ کال په خیبر پښتونخوا کې د افغان محصلینو د جذب بهیر هم درول شوی دی.

د پېښور پوهنتون یو افغان محصل چې د ماسټرۍ په دوره کې زده‌کړې کوي او نه غواړي نوم یې خپور شي، وايي پخوا د خیبر پښتونخوا په ۳۴ دولتي پوهنتونونو کې افغان محصلینو ته ځانګړي فرصتونه په پام کې نیول کېدل، خو سږ کال دغه ظرفیتونه د افغان محصلینو له شتون پرته پاتې دي.

د نوموړي په وینا، مخکې په هر پروګرام کې افغان محصلینو ته دوه څوکۍ ځانګړې شوې وې، وروسته دغه شمېر یوې څوکۍ ته راکم شو؛ خو سږ کال همدا یوه څوکۍ هم هېڅ افغان محصل ته نه ده ورکړل شوې.

په همدې حال کې، د پاکستان طبي شورا په پنجاب کې پر طب پوهنځیو بوختو افغان محصلینو ته ویلي چې افغانستان ته ستانه شي. دې پرېکړې د افغان محصلینو ترمنځ پراخې اندېښنې راپارولې دي.

عنایت‌الله مومند، د پېښور د خیبر طبي کالج د څلورم کال محصل، وايي د پاکستان د حکومت له لوري د محدودیتونو له زیاتېدو وروسته له افغان محصلینو غوښتل کېږي چې د زده‌کړو د دوام او کالج ته د تګ لپاره معتبره ویزه ولري.

هغه وايي، د خپلې ویزې د تمدید غوښتنلیک یې له څو میاشتو راهیسې ځنډول شوی او دې وضعیت نوموړی او یو شمېر نور محصلین له سخت رواني فشار سره مخ کړي دي.

مومند زیاتوي چې په دې وروستیو کې څرګنده شوې چې یو شمېر افغان طبي محصلین د پاکستان په طبي شورا کې نه دي ثبت شوي او هغه محصلین چې رسمي ثبت ونه لري، په روغتونونو کې د عملي زده‌کړو اجازه نه لري.

د نوموړي په وینا، یو شمېر افغان محصلینو د پاکستان د طبي شورا د پرېکړې پر وړاندې د پېښور عالي محکمې ته مراجعه کړې او محکمې ورته لنډمهاله خوندیتوب ورکړی دی؛ خو د مقرراتو چټک بدلون او د اقامې د مودې د پای ته رسېدو اندېښنې د دوی د ایستلو وېره زیاته کړې ده.

افغان محصلین وايي، که دغه وضعیت دوام وکړي، د دوی د زده‌کړو بهیر، په ځانګړي ډول د طب د وروستیو کلونو د محصلینو، له جدي خنډونو سره مخ کېدای شي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.