د بشري حقونو فعاله او لیکواله،الهه احرار، په متحده ایالاتو کې د افغان مهاجرانو د ټولنې له مطرح څېرو څخه، د امریکا د استازو جرګې د ویرجینیا ایالت له اوومې ټاکنیزې حوزې څخه د خپلې نوماندۍ اعلان وکړ.
هغې د جمعې په ورځ، د جولای په ۳مه، په یوه اعلامیه کې وویل چې که کانګرس ته وټاکل شي، نو د عدالت پراخول، د اقتصادي فرصتونو رامنځته کول، د تعلیمي نظام ښه کول او د ټولنیز یووالي پیاوړتیا به د خپلو کاري لومړیتوبونو په توګه وټاکي.
الهه احرار په وروستیو کلونو کې د بشري حقونو، زدهکړې، برابرۍ او د مهاجرانو د ملاتړ په برخو کې فعالیت کړی او په متحده ایالاتو کې د افغان مهاجرانو د ټولنې له پېژندل شویو څېرو څخه ګڼل کېږي.
د هغې د نوماندۍ اعلان په داسې حال کې شوی چې په افغانستان کې ښځې، د طالبانو تر واکمنۍ لاندې، لا هم د زدهکړې، کار او په عامه فضا کې د ګډون په برخو کې له پراخو محدودیتونو سره مخ دي.
د ویرجینیا ایالت اوومه ټاکنیزه حوزه د امریکا د استازو جرګې د ټاکنو له مهمو او سیالۍ ډکو حوزو څخه ګڼل کېږي، او د امریکا د کانګرس ټاکنې به د ۲۰۲۶ کال په نومبر میاشت کې ترسره شي.
لیکواله:سلیمه آریایي








