TOOSnews
اعلان
د اروپايي ټولنې ویاند: په افغانستان کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کوو.
نړۍټوس نیوز

د اروپايي ټولنې ویاند: په افغانستان کې د ملکي وګړو د ساتنې پر اړتیا ټینګار کوو.

۹ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پاکستان له‌خوا پر کونړ، پکتیا او پکتیکا ولایتونو د هوايي بریدونو په تعقیب، د اروپايي ټولنې ویاند انور العنوني د ملکي وګړو د خوندیتوب او په ټولو حالاتو کې د نړیوال بشري حقونو د قوانینو پر بشپړ رعایت ټینګار وکړ.

العنوني د دوشنبې په ورځ په اېکس ټولنیزه شبکه کې په یوه پیغام کې لیکلي: «موږ د تاوتریخوالي د سمدستي کمېدو او له زغم څخه د کار اخیستو غوښتنه کوو.»

د پاکستان له وروستیو بریدونو وروسته، یو شمېر نړیوالو بنسټونو او چارواکو هم د ملکي تلفاتو په اړه اندېښنه څرګنده کړې او د نړیوال بشري حقونو د قوانینو پر رعایت او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د کړکېچ د لا زیاتېدو پر مخنیوي یې ټینګار کړی دی.

اروپايي ټولنې تر اوسه د شخړې د هېڅ لوري ملاتړ نه دی کړی او له ټولو خواوو یې غوښتي چې د نړیوالو قوانینو اصولو ته ژمن پاتې شي او د ملکي وګړو ژوند خوندي وساتي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.