په امریکا کې د لوییزیانا ایالټ د «پي بي اف چمالت » تېلو تصفیه خونې په پېښه کې د چاودنې او اور لګېدو وروسته، د سیمې په آسمان کې د لوګي لوړې ستنې لیدل شوي ده. د امریکا ځايي رسنیو راپور ورکړی چې دا پېښه په چالمت سیمه کې د تېلو په تصفیه خونه کې رامنځته شوې ده.
د ځايي چارواکو په وینا، د پېښې له رامنځته کېدو وروسته د دې تصفیه خونې ټول کارکوونکي شمېرل شوي دي او تر اوسه د مړو یا ټپي کسانو په اړه کوم راپور نه دی خپاره شوي.
مسؤل چارواکو لا هم د چاودنې د رامنځته کېدو علت نه دی اعلان کړی او د دې پېښې د احتمالي تاوان په اړه نور جزئیات هم شتون نلري.
لیکواله:سلیمه آریایي








