TOOSnews
اعلان
فضل‌احمد معنوي: د ښځو او نجونو نیول او سپکاوی له دین او شریعت سره سمون نه لري.
افغانستانټوس نیوز

فضل‌احمد معنوي: د ښځو او نجونو نیول او سپکاوی له دین او شریعت سره سمون نه لري.

۴ تله ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د افغانستان د پخواني جمهوري حکومت د عدلیې وزیر،فضل احمد معنوي، په هرات کې د طالبانو له خوا د یو شمېر ښځو د بیا نیول کېدو په غبرګون کې د ښځو او نجونو پر وړاندې د تاوتریخوالي او سپکوونکي چلند د عادي کېدو په اړه خبرداری ورکړی دی.

ښاغلي معنوي په «اېکس» ټولنیزه شبکه کې په یوه لیکنه کې ویلي، چې د ظلم تکرار او له داسې چلندونو سره د ټولنې عادت کېدل کولای شي خطرناک حالت رامنځته کړي. د هغه په وینا، که خلک هره ورځ د ښځو او نجونو د نیولو، سپکاوي او ناسم چلند شاهدان وي او ورو ورو د دغو پېښو پر وړاندې چوپ پاتې شي، نو د ظلم عادي کېدل به د دې وضعیت له تر ټولو جدي پایلو څخه یوه وي.

هغه ټینګار کړی چې خلک باید اجازه ور نه کړي چې د دا ډول پېښو تکرار په ټولنه کې د اعتراض غږ خاموش کړي. معنوي له ښاریانو غوښتي چې د خپل توان تر کچې د بې‌عدالتۍ پر وړاندې غبرګون وښيي او اجازه ور نه کړي چې د انساني کرامت خلاف چلند په ټولنه کې په یوه عادي چاره بدل شي.

د جمهوري حکومت پخواني د عدلیې وزیر ویلي، هر څوک کولای شي د خپل توان او امکاناتو له مخې په دې برخه کې رول ولوبوي؛ له دې موضوعاتو څخه د لیکلو او خبرو کولو څخه نیولې، تر اعتراض کولو او د زیانمنو شویو کسانو د غږ تر نړیوالې ټولنې پورې رسولو.

معنوي همداراز ویلي چې د دین او شریعت په نوم د ښځو او نجونو نیول او سپکاوی نه دین دی او نه شرعيت؛ بلکې ظلم دی، او د دې چلند نوم بدلول یې ماهیت نه شي بدلولای.

هغه د ظلم پر وړاندې بې‌تفاوتي ناسم کار بللی او زیاته کړې یې ده چې د ښځو او نجونو د کرامت دفاع باید له قوم، مذهب، ژبې، سیمې، ګوند یا سیاسي اختلافاتو سره تړلې نه وي؛ بلکې دا د انسان د حرمت او د کورنیو د عزت موضوع ده.

معنوي په پای کې ټینګار کړی چې د افغانستان ښځې او نجونې باید د فشارونو او محدودیتونو په شرایطو کې دا احساس ونه کړي چې یوازې پاتې دي. هغه له خلکو غوښتي چې د خپلو امکاناتو او شته لارو چارو په کارولو سره له هغوی ملاتړ وکړي او د افغانستان روان وضعیت د نړۍ د عامه افکارو تر غوږونو ورسوي.

لیکواله:رویا ستانکزی

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.