د الجزایر د ملي ازادۍ جبهې د مرکزي کمېټې غړې، خالده بوفدش، د دغه هېواد د پارلمان د مشرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د الجزایر د پارلمان په تاریخ کې لومړنۍ ښځه ده چې دې مقام ته رسېږي. د ملي ازادۍ جبهه، چې د الجزایر د خپلواکۍ په مبارزه کې یې مهم رول لوبولی، اوس د دغه هېواد د واکمن حکومت له متحدانو څخه ګڼل کېږي.
الجزایري رسنیو راپور ورکړی چې خالده بوفدش د چهارشنبې په ورځ، د زمري اوومه، د استازو د رایو په ترلاسه کولو سره د پارلمان د مشرې په توګه وټاکل شوه. نوموړې د الرژۍ د ناروغیو متخصصه ده او د پلازمېنې له ټاکنیزې حوزې څخه پارلمان ته بریالۍ شوې ده.
د ملي ازادۍ جبهې ګوند د الجزایر په وروستیو پارلماني ټاکنو کې تر ټولو زیاتې څوکۍ وګټلې. دغه ګوند د پارلمان له ۴۰۷ څوکیو څخه لږ تر لږه ۹۱ څوکۍ خپلې کړې او د پارلمان تر ټولو لوی ګوند شو. په دغو ټاکنو کې د ګډون کچه هم شاوخوا ۲۱ سلنه وه، چې د الجزایر د پارلماني ټاکنو په تاریخ کې تر ټولو ټیټه ونډه بلل کېږي.
خالده بوفدش پارلمان ته تر رسېدو وړاندې د اداري او سیمهییز سیاست په برخه کې فعاله وه او اوس د ملي ازادۍ جبهې د مخکښو څېرو له ډلې څخه ده چې د پارلمان مشري یې پر غاړه اخیستې ده.
د الجزایر د پارلمان د لومړۍ ښځینه مشرې ټاکنه په داسې حال کې شوې چې په روانه دوره کې په پارلمان کې د ښځو حضور په څرګند ډول کم شوی دی. اوس مهال ښځې یوازې ۲۵ څوکۍ، چې د پارلمان د ټولو څوکیو شاوخوا ۶ سلنه جوړوي، په واک کې لري.
په تېر پارلمان کې ۳۸ ښځو د استازو په توګه حضور درلود، او تر هغه مخکې دوره کې د ښځینه استازو شمېر ۱۱۸ تنو ته رسېده. دغه شمېرې ښيي چې په وروستیو کلونو کې د الجزایر په پارلمان کې د ښځو استازیتوب د پام وړ کم شوی دی.
د ښځینه استازو د شمېر دغه کمښت د ټاکنیز قانون له اصلاح وروسته رامنځته شو. د ۲۰۱۷ میلادي کال په پارلماني ټاکنو کې د جنسیت پر بنسټ د سهمیې نظام د ښځو پراخ حضور ته زمینه برابره کړې وه، خو په وروستیو دورو کې د دغه میکانېزم له بدلېدو وروسته د ښځینه استازو شمېر په څرګند ډول راکم شوی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








