د پېښو پر وړاندې د آمادګۍ او مبارزې ملي ادارې اعلان کړی چې له پنجشنبې څخه تر شنبه د (غویي له ۱۰مې تر ۱۲ ) پورې به په هېواد کې د قوي طوفان سره د درنو دوړو طوفان رامنځته شي. د دې اټکل پر بنسټ، د هوا ذرات به د هر متر مکعب ۳۰۰ میکروګرامو څخه زیات شي چې دا په خورا خطرناکه کچه ارزول شوې ده.
په دې خبرتیا کې ویل شوي چې د افغانستان شمالي، شمال لویدیځ، لویدیځ او جنوب لویدیځ ولایتونه به د دې هوايي پدیدې تر ټولو زیات اغیزه وویني او په دې سیمو کې د هوا کیفیت کمېدو او افقي لید محدودیدو احتمال شته.دې ادارې له ښاریانو غوښتنه کړې چې په یادو ورځو کې د خپلې روغتیا ساتنې لپاره اړین تدابیر ونیسي او په غیر ضروري حالاتوکې له آزادې فضا څخه ډډه وکړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








