د کابل ښاروالۍ لهخوا د خپرو شویو نرخنامو له مخې، د پټرولو او ډیزلو بیې په یوه میاشت کې له ۸ تر ۱۱ سلنې پورې لوړې شوي دي.
دې ادارې (پنجشنبې، د وږي ۵مه د نوې نرخنامې په خپرولو سره د یوه لیتر ۹۲ پټرولو بیه ۸۷ افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۹ افغانۍ ټاکلې ده. همداراز د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۶ افغانۍ اعلان شوې ده.
خو د کابل اوسېدونکي وايي، په بازار کې د سونتوکو بیې د طالبانو لهخوا له اعلان شویو بیو لوړې دي.
د کابل یوه اوسېدونکي وویل چې نن ماسپښین په بازار کې د یو لیټر پټرولو بیه ۹۲ افغانۍ وه.
د کابل ښاروالۍ د نننۍ نرخنامې او شاوخوا یوه میاشت مخکې د خپرې شوې نرخنامې پرتله ښيي چې په دې موده کې د پټرولو بیه ۱۱.۵ سلنه او د ډیزلو بیه ۸.۲ سلنه لوړه شوې ده.
دې ادارې د وږي په اتمه د یو لیتر پټرولو بیه ۷۸ افغانۍ او د ډیزلو بیه ۷۳ افغانۍ ټاکلې وه. همداراز د یو کیلوګرام مایع ګاز بیه ۶۷ افغانۍ اعلان شوې وه.
په ټوله نړۍ کې د منځني ختیځ د کړکېچ او د هرمز تنګي د تړل کېدو له امله د تېلو او ګازو بیې لوړې شوي دي او د افغانستان بازار هم له دې بحران څخه اغېزمن شوی دی.
د افغانستان د تېلو او ګازو ډېره برخه واردات له روسیې او د منځنۍ اسیا له هېوادونو څخه تأمینېږي. روسیې په دې وروستیو کې د تېلو او ګازو تولید محدود کړی ده.
د سونتوکو، په ځانګړې توګه د ډیزلو، د بیو له لوړېدو سره په افغانستان کې د ترانسپورټ لګښتونه او د خوراکي او غیرخوراکي توکو بیې هم په بازارونو کې لوړې شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








