د آلمان حکومت تایید کړې چې د طالبانو څلور نور دیپلوماټان یې منلي او ټاکل شوې ده چې هغوی به په نږدې ورځو کې دغه هېواد ته ورسېږي.
د دویچهوله د راپور له مخې، دا پرېکړه د هغو افغان پناه غوښتونکو د ایستلو د بهیر د اسانتیا لپاره شوې چې په جرمي قضیو کې محکوم شوي او افغانستان ته به ولېږدول شي.
تر دې وړاندې، د آلمان صدراعظم ټینګار کړی و چې برلین به له طالبانو سره خپلې اړیکې عادي نه کړي. خو د دغو دیپلوماټانو منل د یو شمېر افغانانو او د بشري حقونو د فعالانو له نیوکو سره مخ شوي دي.
منتقدان وايي، دا ډول ګامونه د طالبانو د نړیوال مشروعیت او عادي کېدو لامل کېدای شي او له نړیوالې ټولنې غواړي چې د طالبانو د عادي کولو له هر ډول هڅو ډډه وکړي.
لیکوال:سعید سمیر








