TOOSnews
اعلان
د آلمان کورنیو چارو وزیر د افغان پناه غوښتونکو د اخراج پالیسي ملاتړ وکړ.
نړۍټوس نیوز

د آلمان کورنیو چارو وزیر د افغان پناه غوښتونکو د اخراج پالیسي ملاتړ وکړ.

۱۵ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

سره له دې چې د جرمي مخینې لرونکو کډوالو افغانستان ته بېرته استولو په اړه نیوکې شوي، د آلمان د کورنیو چارو وزیر ویلي چې دا پالیسي به «په قاطعانه توګه» دوام ولري. د هغه په وینا، مجرم کډوال د آلمان لپاره د امنیتي ګواښ په توګه ګڼل کېږي. الکساندر دوبرینټ زیاته کړه چې آلمان په دې برخه کې د طالبانو له چارواکو سره په اړیکه کې دی.

هغه د یکشنبې په ماښام د «اې آر ډي» ټلویزیوني شبکې ته د نیوکو په ځواب کې وویل، هغه کسان چې د مجرمینو د بېرته استولو مخالفت کوي، باید تشریح کړي چې که دا کسان په آلمان کې پاتې شي، ایا آلمان به «خوندي» وي که نه؟

د خپرو شوو معلوماتو له مخې، په تېر یوه کال کې لږ تر لږه ۱۳۸ افغان کډوال له آلمان څخه افغانستان ته استول شوي دي.

راپورونه ښيي چې د آلمان حکومت له طالبانو سره یوې هوکړې ته رسېدلی چې د منظم بېرته استولو زمینه برابروي. په بل لوري کې، طالبانو ته اجازه ورکړل شوې چې دوه ډیپلوماټان آلمان ته واستوي.

لیکواله:سلیمه حکیمي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.