شیخ عبدالسمېع غزنوي پر کرکټ سختې نیوکې کړي او دغه لوبه یې د انګرېزانو میراث او د استعمار یوه وسیله بللې ده.
غزنوي د افغانستان د کرکټ پر ملي لوبډلې هم نیوکه کړې او ویلي یې دي چې افغانان باید د کرکټ له امله ویاړ ونه کړي. نوموړي د کرکټ د لوبغاړو لپاره د خپلې خوښې ځانګړې اصطلاحات هم کارولي دي.
د غزنوي څرګندونې داسې مهال دي چې کرکټ په افغانستان کې له پراخ عامه ملاتړه برخمن دی او د ملي لوبډلې لاسته راوړنې د ډېرو افغانانو لپاره د خوښۍ او ویاړ موضوع ګڼل کېږي.
د راپورونو له مخې، شیخ عبدالسمېع غزنوي د تېرې جګړې پر مهال د کابل ـ کندهار پر لویه لار په میدان وردګو او غزني ولایتونو کې د تېلو ټانکرونو د تګ راتګ د مسؤلیت په برخه کې هم فعالیت درلود.
لیکوال:سعید سمیر








