د حماس ډلې له څو میاشتو اوږدو خبرو اترو وروسته په غزه کې د خپلو وسلو د اېښودلو له چوکاټ سره موافقه کړې ده؛ هغه اقدام چې د غزې د جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ د سولې د پلان پر وړاندې یو مهم پرمختګ بلل کېږي.
د راپورونو له مخې، د هوکړې له مخې به د حماس پاتې درنې وسلې ثبت او زېرمه شي او د بېوسلې کولو بهیر به د فلسطیني استازو او یوه نړیوال جوړښت تر څارنې لاندې، په څو پړاوونو کې عملي کېږي.
ډونالډ ټرمپ ویلي، دا هوکړه د هغه د سولې د ۲۰ فقرهییز پلان د عملي کېدو لپاره حیاتي ګام دی او زمینه برابروي چې د غزې اداره یوه نوي فلسطیني حکومت ته وسپارل شي. هغه زیاته کړې چې د وسلو اېښودلو له بهیر سره هممهاله به اسراییلي ځواکونه هم له غزې ووځي او د سیمې د امنیت لپاره به لازم تضمینونه برابر شي.
بل لور ته، د حماس یوه لوړپوړي چارواکي بي بي سي ته د دې هوکړې تایید کړی، خو د ډلې رسمي اعلامیه لا نه ده خپره شوې. د حماس د مرکچي پلاوي یوه غړي ویلي، د هوکړې عملي کېدل د اسراییلو له اقداماتو، په ځانګړي ډول له غزې د ځواکونو ایستلو، سره تړاو لري.
ویل کېږي چې دا هوکړه د امریکا، قطر، مصر او ترکیې په منځګړیتوب شوې او ټاکل شوې مصر د اوربند د دویم پړاو د عملي کېدو د څارنې لپاره د منځګړو د غونډې کوربه وي.
سره له دې، د اسراییلو رسمي دریځ لا هم روښانه نه دی، ځکه تلآویو تر دې وړاندې ټینګار کړی و چې خپل ځواکونه به له غزې نه باسي.
لیکوال:سعید سمیر








