امریکایۍ لوبغاړې، سندرغاړې او ماډله، هایدن پانتییر، چې په «هیروز» او «نېشویل» سریالونو او «ریمینډ د ټایټنز»، «سکرېم ۴» او «سکرېم ۶» فلمونو کې د رولونو له امله مشهوره شوې وه، په ۳۶ کلنۍ کې وفات شوه.
د «پیپل» وېبپاڼې د راپور له مخې، پانتییر د یکشنبې په ورځ، د زمري ۲۵مه، مړه شوې ده. د نوموړې استازي هم د هغې مړینه تایید کړې، خو تر اوسه د مړینې د علت په اړه جزیات نه دي خپاره شوي.
پانتيیر د امریکا د سینما او ټلویزیون له پېژندل شویو څېرو څخه وه او خپل مسلکي فعالیت یې له کم عمره پیل کړی و. نوموړې د خپل هنري فعالیت پر مهال په ګڼو ټلویزیوني لړۍ او فلمونو کې رولونه لوبولي او په ځانګړي ډول یې په «هیروز» او «نېشویل» سریالونو کې د ګډون له امله د لیدونکو پام ځانته واړاوه.
هغې په څو سینمایي فلمونو، لکه «سکرېم ۴» او «سکرېم ۶» کې هم رولونه لوبولي وو. که څه هم د نوموړې استازي د مړینې خبر تایید کړی، خو د دې راپور تر خپرېدو پورې د هایدن پانتيیر د مړینې علت نه دی څرګند شوی او په دې اړه نور جزیات هم نه دي وړاندې شوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








