TOOSnews
اعلان
هبت اللّٰه په بلخ كې صنعتكارانو ته د ٢٠ زره جريبه ځمكې د ځانګړي كولو حكم كړى.
اقتصاديټوس نیوز

هبت اللّٰه په بلخ كې صنعتكارانو ته د ٢٠ زره جريبه ځمكې د ځانګړي كولو حكم كړى.

۳ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس امیر محمد متقي وايي، د طالبانو د مشر مولوي هبت‌الله د ځانګړي حکم پر بنسټ په دغه ولایت کې د صنعتکارانو د ملاتړ او صنعتي ښارګوټو د جوړولو لپاره ۲۰ زره جریبه ځمکه ځانګړې شوې ده.

د طالبانو تر کنټرول لاندې ملي راډیو د دوشنبې په ورځ، د وږي په ۲مه، د متقي له قوله راپور ورکړی چې د دغې ځمکې وېش به راتلونکې اوونۍ پیل شي.

متقي له صنعتکارانو غوښتي چې د ځمکې ترلاسه کولو لپاره خپلې غوښتنې په کابل کې له اړوندو ادارو سره د قانوني مراحلو له لارې ثبت او د سلسله‌مراتب له مخې چارې تعقیب کړي. نوموړي ویلي، له دې وروسته دې صنعتکاران د بلخ د صنعت او سوداګرۍ ریاست ته مراجعه وکړي.

د بلخ د صنعت او سوداګرۍ رییس ادعا کړې چې په تېرو کلونو کې د صنعت په برخه کې د پام وړ پرمختګونه شوي، خو د دغو پرمختګونو په اړه یې نور جزییات نه دي وړاندې کړي.

مولوي هبت‌الله تر دې وړاندې هم په ګڼو ولایتونو کې صنعتکارانو ته د صنعتي ښارګوټو د جوړولو لپاره د ځمکو د ځانګړي کولو حکمونه کړي، خو د دغو ځمکو د عملي استفادې او د صنعتي ښارګوټو د جوړولو په اړه تر اوسه د پام وړ پرمختګ نه دی لیدل شوی.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.