TOOSnews
اعلان
د كابل په بګراميو ولسوالۍ كې يو ١٠٠ كيلويي ناچاوده بم شنډ شوى.
افغانستانټوس نیوز

د كابل په بګراميو ولسوالۍ كې يو ١٠٠ كيلويي ناچاوده بم شنډ شوى.

۲۳ غویی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د پېښو پر وړاندې د چمتووالي اداره وایي، د کابل د بګرامیو ولسوالۍ په حاجي منجي ښارګوټي کې د تېرو جګړو پاتې یو خطرناک ۱۰۰ کیلویي بم کشف او په بریالۍ توګه شنډ کړل شو.

د یادې ادارې په وینا، دغه بم د استوګنې په یوه ګڼ مېشته سیمه کې د کیندنو پر مهال ترلاسه شوی و، چې د سیمې د خلکو لپاره یې جدي امنیتي ګواښ رامنځته کړی و.

د ماین پاکۍ د یوې همکارې ادارې تخنیکي کارکوونکو ویلي، چې دا مهمه چاودېدونکې وسیله د OFAB 100/120 ډوله الوتکې بم و، چې نږدې ۴۲ کیلوګرامه چاودېدونکي مواد یې لرل او فیوز یې لا هم فعال حالت کې و.

مسوولین زیاتوي، د احتمالي ګواښ د کمولو لپاره او د سیمې خوندي کولو په موخه له ۳۲۰۰ څخه زیاتې د شګو بورۍ وکارول شوې، وروسته بم خوندي ځای ته ولېږدول شو او هلته له منځه یوړل شو.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.