د خیبر پښتونخوا او بلوچستان ترمنځ د دانه سر په سیمه کې یو مسافر وړونکی بس ژورې کندې ته لوېدلی، چې له امله یې لږترلږه ۴۰ کسان وژل شوي او ۸ نور ټپیان دي. د ژوب ولسوالۍ د مرکزي روغتون د مړو شویو کسانو په نوملړ کې د پنځو افغانانو نومونه هم شامل دي.
پېښه هغه مهال رامنځته شوه چې له کوټې څخه پېښور ته روان بس د دانه سر په سیمه کې له سړک څخه واوښت او ژورې کندې ته ولوېد.
په همدې حال کې، د پېښې یو ټپي مسافر حسین احمد ادعا کړې چې د بس چلوونکي د مساپرو سره تر لفظي شخړې وروسته په قصدي ډول بس کندې ته غورځولی دی. نوموړي خبریالانو ته ویلي، د سفر پر مهال د چلوونکي او ځینو مسافرو ترمنځ شخړه شوې وه او چلوونکي ورته ویلي وو: «ستاسو له امله زما ډیزل ضایع شول»، وروسته یې د غوسې په حالت کې سټیرینګ واړاوه او بس کندې ته ولوېد.
حسین احمد ویلي، د هغه په ګومان د بس چلوونکی هم په دې پېښه کې وژل شوی دی.
خو سیمهییزو چارواکو د ټپي مسافر دغه ادعا نه ده تایید کړې او ویلي یې دي چې د پېښې د ټولو اړخونو په اړه پلټنې روانې دي. د چارواکو په وینا، ښایي د لفظي شخړې پر مهال د چلوونکي پام له سړک څخه اوښتی وي، چې له امله یې دغه خونړۍ پېښه رامنځته شوې ده.
لیکوال:سعید سمیر








