TOOSnews
اعلان
پكتيا كې ۱۰۵۰ كورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمنې شوې.
اقتصاديټوس نیوز

پكتيا كې ۱۰۵۰ كورنۍ د لومړي ځل لپاره له برېښنا برخمنې شوې.

۸ وږی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د طالبانو تر کنټرول لاندې د افغانستان برېښنا شرکت وايي، د پکتیا ولایت په مرکز او زرمت ولسوالۍ کې ۱۰۵۰ کورنۍ د لومړي ځل لپاره د برېښنا له شبکې سره وصل شوي دي.

د برېښنا شرکت د شنبې په ورځ (د وږي ۷مه) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د پکتیا مرکز او زرمت ولسوالۍ په چوڼۍ، شیخان، ډنډ غاړه، عبدالله کلا او فقیرخاک کلیو کې د نهو توزیعي ترانسفارمرونو پروژه بشپړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

د دغه شرکت په وینا، پر دې پروژه ۴۱ میلیونه افغانۍ لګښت راغلی، خو د بودجې سرچینه یې نه‌ده روښانه کړې.

دا پروژه په داسې مهال بشپړېږي چې د ملګرو ملتونو پراختیايي پروګرام د تېرې اوونۍ په یوه راپور کې ویلي، شاوخوا ۶۰ سلنه افغانان لا هم برېښنا ته لاسرسی نه‌لري.

د ملګرو ملتونو د معلوماتو له مخې، یوازې ۴۰ تر ۴۲ سلنه افغانان د برېښنا عمومي شبکو ته لاسرسی لري او د دې شبکو ډېره برخه په ښاري سیمو کې متمرکزه ده، په داسې حال کې چې کلیوالي سیمې لا هم د برېښنا له خدمتونو تر ډېره بې‌برخې دي.

افغانستان د خپلې اړتیا وړ نږدې ۸۰ سلنه برېښنا له ازبکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ایران څخه واردوي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.