د سعودي عربستان د ماليې وزارت د رسمي خپرونو له مخې، د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې د دې هېواد پرته له تېلو عایدات د تېر کال په ورته موده کې د ۲ سلنې په زیاتوالي سره ۱۱۶ میلیارد سعودي ریال ته رسېدلي، چې شاوخوا ۳۰.۹ میلیارده ډالرو سره برابرېږي. دا شمېرې ښيي چې سعودي عربستان لا هم د تېلو پر لږ تکیه کولو او د پرته تېلي عایداتو د پراختیا پلان تعقیبوي.
۲۰۲۶ د مارچ تر ۳۱ مې پورې د دولت د بودیجې راپور هم ښيي چې د عمومي لګښتونو د زیاتوالي سره، د سعودي عربستان بودیجوي کسر ۱۲۶ میلیارده سعودي ریالو ته رسېدلی دی. چارواکو د لګښتونو زیاتوالی د ملي پروژو او برنامو د پلي کولو پایله بللې، چې د اقتصادي تنوع په چوکاټ کې ترسره کېږي.
راپور ښيي چې د جنورۍ او فبرورۍ په میاشتو کې د توکو صادارات او لیږدونې، چې پکې بیا صادر شوي توکي هم شامل دي، ۱۷.۵ سلنه زیات شوي او ۶۳.۳ میلیارد سعودي ریالو ته رسېدلي دي. همدارنګه د دوو لومړنیو میاشتو د سوداګریز تراز موازنه ۳۶.۹ میلیارد ریال ګټه ثبته کړې ده.
د ماليې وزارت ویلي چې د دولت ټول لګښتونه د ۲۰۲۶ کال په لومړیو درې میاشتو کې شاوخوا ۳۸۷ میلیارد سعودي ریالو ته رسېدلي، چې د تېر کال په ورته موده کې شاوخوا ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي. په مقابل کې د دولت ټول عایدات لږ څه ۱ سلنه کم شوي او ۲۶۱ میلیارد سعودي ریالو ته رسېدلي.
د سعودي عربستان د تېلو عایدات هم په همدې دوره کې ۳ سلنه کموالی موندلی او ۱۴۵ میلیارده سعودي ریالو ته راټیټ شوي دي. د ماليې وزارت راپور ور کړی چې د نړیوالې انرژۍ د بازار کمزوري د دې کمښت یو دلیل ګڼلی دی.
سره له دې چې بودیجوي کسر ثبت شوی، د سعودي عربستان اقتصادي شاخصونه لا هم د ودې په حال کې دي. د دې هېواد حقیقي ناخالص داخلي تولید په ۲۰۲۵ کال کې شاوخوا ۴.۵ سلنه زیات شوی، چې پکې د تېلو برخه ۵.۷ سلنه او د غیر تېلو برخه ۴.۹ سلنه وده موندلې. د ۲۰۲۶ کال لپاره هم د اقتصادي ودې نږدې ۴.۶ سلنه وړاندوینه شوې.
اقتصاد پوه او د پوهنتون استاد،جاسم عجاجه، په عرب نیوز کې ویلي چې د بودیجوي کسر اصلي علت د جوړښتي ځانګړتیاوو سره تړاو لري او د دولت مخکې له مخکې لګښتونه د هغو پروژو د تمویل لپاره دي چې په راتلونکي کې پایدار غیر تېلي عایدات به تولید کړي.
هغه ټینګار وکړ چې د سعودي عربستان مالي سیاست د «لید ۲۰۳۰» پروګرام په چوکاټ کې د دقیق پلان او مشخصو اهدافو پر بنسټ جوړ شوی، او اوسني لګښتونه باید د اوږدمهالې اقتصادي پانګونې برخه وګڼل شي.
راپور ښيي چې د سعودي عربستان د انفلاسیون کچه لا هم په کنټرول کې ده. د مصرف کونکو د قیمت شاخص په لومړیو درې میاشتو کې شاوخوا ۱.۸ سلنه زیات شوی، چې چارواکي یې د پېرېدونکي ځواک د ثبات نښه بولي.
د غیر تېلو خصوصي سکتور د مدیرانو د شاخص منځنۍ کچه هم په دې موده کې ۵۳.۷ واحده ثبت شوې، چې د ۵۰ واحده حد څخه پورته دی او د خصوصي سکتور د اقتصادي فعالیت دوام ښيي.
راپور ښيي چې د سعودي عربستان صنعتي تولید په جنوري او فبروري کې د تېر کال په پرتله ۹.۸ سلنه زیات شوی، او د تولید برخه په اقتصاد کې روښانه شوې ده.
د دولت لګښتونه په روغتیا او ټولنیز پرمختګ کې هم ۱۲ سلنه زیات شوي او ۸۱ میلیارده سعودي ریال ته رسېدلي، په داسې حال کې چې تېر کال دا ۷۲ میلیارده ریال و. چارواکي دا زیاتوالی د عامه هوساینې د پیاوړتیا او د خدماتو د پراختیا لپاره ګڼي.
د زیربنا او ترانسپورټ لګښتونه هم ۲۶ سلنه زیات شوي او ۱۲ میلیارده سعودي ریالو ته رسېدلي. سعودي عربستان د دې پانګونې هدف دا ښودلی چې د نړیوالو لوجستیک او ترانسپورټ په مهم مرکز بدل شي.
همدارنګه د ټولنیزو ګټو لګښتونه ۲ سلنه زیات شوي او له ۳۱ میلیارده سعودي ریالو څخه پورته شوي. د سعودي ښاروندانو په خصوصي سکتور کې د کار فرصتونه د ۲۰۲۵ کال په پای کې شاوخوا ۱۳۹,۵۰۰ زیات شوي او د سعودي ټول کارکوونکي په دې برخه کې شاوخوا ۲.۵ میلیونه ته رسېدلي.
د ماليې وزارت راپور ښيي چې د لومړیو درې میاشتو په دوران کې د کارتونو له لارې د حضوري پیسو ورکړې ۴.۴ سلنه زیات شوي او ۱۸۹.۷ میلیارده سعودي ریالو ته رسېدلي. د بریښنایی سوداګرۍ پلور هم ۴۲.۶ سلنه زیات شوی، چې د دې هېواد د ډیجیټل خدمتونو د پراختیا نښه ده.
د خصوصي سکتور لپاره د بانکونو پورونه د فبروري میاشتې تر پایه د تېر کال په پرتله ۸.۸ سلنه زیات شوي. همدارنګه د سعودي عربستان ټولې بهرنۍ زیرمې ۱.۷۸۶ تریلیون سعودي ریالو ته رسېدلي، چې د تېر کال په پرتله ۱۰ سلنه وده ښيي.
جاسم عجاجه بیا وویل چې د لومړیو درې میاشتو بودیجوي کسر د سعودي عربستان د بهرنۍ زیرمو په پرتله لږ دي، او دا هېواد لا هم د نړیوالو بازارونو څخه پور اخیستلو او د اقتصادي ثبات ساتلو وړتیا لري.
راپور ښيي چې د سعودي عربستان د املاکو شاخص ۱.۶ سلنه راکم شوی او د کورونو قیمتونه ۳.۶ سلنه ټیټ شوي. دولت دا وضعیت د جوړښتي اصلاحاتو او د ځمکو مالیاتو د وضع کولو په څېر سیاستونو پایله بولي، څو د کورونو عرضه زیاته کړي.
لیکواله:سلیمه آریایي








