TOOSnews
اعلان
د هندي سينما ستورى اميرخان سبا له ګوري سپرټ سره درېیم واده كوي.
کلتور او هنرټوس نیوز

د هندي سينما ستورى اميرخان سبا له ګوري سپرټ سره درېیم واده كوي.

۱۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د هندي سینما مشهور ستوری امیر خان سبا (د جولای ۵مه) له خپلې ملګرې ګوري سپرټ سره درېیم واده کوي.

د هندي رسنیو د راپورونو له مخې، د واده مراسم به د ممبۍ په پالي هیل سیمه کې د امیر خان په شخصي کور کې په ډېر ساده او خصوصي ډول ترسره شي. په دې مراسمو کې به یوازې د دواړو کورنیو غړي او یو شمېر نږدې دوستان ګډون ولري.

دا د امیر خان درېیم واده دی. هغه مخکې له رینا دتا او وروسته له کیرن راو سره واده کړی و، خو دواړه ودونه یې په جلاوالي پای ته رسېدلي دي.

امیر خان تر دې وړاندې ویلي وو چې غواړي خپل نوی واده له رسنیو او تشریفاتو لرې، په ساده او کورني چاپېریال کې ترسره کړي.

د یادونې وړ ده چې د امیر خان د کورنۍ نیکونه د پښتني اصل لرونکي وو او د دوی ریښې د پښتونخوا سیمې ته رسېږي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.