TOOSnews
اعلان
ایران او عمان د هرمز تنګي د ګډ مدیریت په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.
نړۍټوس نیوز

ایران او عمان د هرمز تنګي د ګډ مدیریت په اړه هوکړې ته رسېدلي دي.

۲۹ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي اعلان کړی چې تهران او مسقط د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د یوه ګډ میکانیزم د جوړولو په اړه هوکړې ته رسېدلي دي، او د اړتیا په صورت کې به له نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره هم مشورې او همکارۍ وکړي.

د الجزیرې شبکې د چهارشنبې په ورځ، د جون ۱۷مه راپور ورکړ چې بقايي د ایران او عمان ترمنځ د هرمز تنګي د مدیریت لپاره د «مدیریتي میکانیزم» د جوړولو خبر ورکړی دی. د هغه په وینا، دا همکاري د دې لپاره ده چې د وضعیت ښه مدیریت وشي او په دې ستراتېژیکه سمندري لاره کې د تګ راتګ بهیر اسانه شي.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند زیاته کړه چې هر کله اړتیا پېښه شي، تهران او مسقط به د هرمز تنګي اړوندو مسایلو په اړه له نورو سیمه‌ییزو هېوادونو سره هم سلا مشورې او همغږي وکړي.

بقايي د دې مهم سمندري دهلیز له لارې د کښتیو د تګ راتګ په اړه وویل چې دواړو خواوو هوکړه کړې چې د ټاکلې مودې په ترڅ کې به د هرمز تنګي سمندري ترافیک بېرته عادي حالت ته راوګرځي او د کښتۍ چلونې بهیر به بې له خنډه دوام وکړي.

هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د دې بهیر مدیریت د سیمه‌ییزو هېوادونو په غاړه دی او د نورو اړخونو د ګډون یا مداخلې اړتیا نشته. د بقايي په وینا، د دې هوکړې پلي کول به د سیمه‌ییزو مسؤلو خواوو له لوري ترسره کېږي.

د هرمز تنګی د نړۍ له تر ټولو مهمو د تېلو او ګازو د لېږد لارو څخه ګڼل کېږي او د نړیوالې انرژۍ د سوداګرۍ یوه لویه برخه له همدې اوبو لارې ترسره کېږي. له همدې امله، د دې سمندري دهلېز په امنیت، کښتۍ چلونه او مدیریت کې هر ډول بدلون کولی شي د نړۍ د انرژۍ پر بازارونو پراخ اغېز ولري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.