د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقایي، په افغانستان کې د طالبانو د حکومت د په رسمیت پېژندلو په اړه پرېکړه یوه «حقوقي ـ سیاسي» موضوع وبلله او ویې ویل، هر کله چې تهران په دې اړه یوې پایلې ته ورسېږي، لازم تصمیم به ونیسي.
بقایي د دوشنبې په ورځ، د زمري په ۲۶مه، په یوه خبري غونډه کې وویل چې ایران، د طالبانو د حکومت د رسمي په رسمیت پېژندنې له موضوع پرته، له افغانستان سره په بېلابېلو برخو کې خپلو اړیکو ته دوام ورکړی او د دغو اړیکو د پراختیا لپاره هڅې کوي.
هغه زیاته کړه: «د رسمیت پېژندنې موضوع یو حقوقي ـ سیاسي بحث دی. هر کله چې دې پایلې ته ورسېږو، په دې اړه به لازم تصمیم ونیسو؛ خو دا موضوع باید د دې لامل نه شي چې موږ په بېلابېلو برخو کې خپلو اړیکو ته دوام ورنه کړو او یا یې پیاوړې نه کړو.»
د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند د تهران او کابل اړیکې په بېلابېلو برخو کې ښې وبللې او ویې ویل چې ایران او افغانستان د دوو ګاونډیو او مسلمانو هېوادونو په توګه پراخ کلتوري او تاریخي ګډ ارزښتونه لري او باید په دوهاړخیزو تعاملاتو کې د یو بل اندېښنې په پام کې ونیسي.
بقایي همداراز د دواړو هېوادونو ترمنځ د اقتصادي او سوداګریزو ظرفیتونو پر کارولو ټینګار وکړ او ویې ویل چې ایران او افغانستان کولای شي له شته فرصتونو څخه د اقتصادي او سوداګریزو همکاریو د پراختیا لپاره ګټه واخلي.
ایران په افغانستان کې د طالبانو د بیا واکمنېدو په لومړیو کلونو کې، له دې ډلې سره د دیپلوماټیکو اړیکو تر څنګ، په افغانستان کې د یوه ټولشموله حکومت پر جوړېدو ټینګار کاوه. خو په وروستیو میاشتو کې د ایران اوسنیو چارواکو د افغانستان د حکومت د سیاسي جوړښت په اړه کوم څرګند دریځ نه دی اعلان کړی.
اوس مهال د تهران او طالبانو اړیکې نږدې دي او په افغانستان کې د ایران سیاسي استازولۍ فعالې دي. همداراز په ایران کې د افغانستان استازولۍ د طالبانو دیپلوماټانو ته سپارل شوي دي او د دواړو لورو ترمنځ دیپلوماټیکې اړیکې په عملي کچه دوام لري.
له دې سره سره، ایران تر اوسه په رسمي ډول نه دي ویلي چې د طالبانو حکومت یې د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژندلی دی. تهران لا هم په دې اړه وروستۍ پرېکړه خپلو حقوقي او سیاسي ارزونو او پایلو ته ځنډولې ده.
په افغانستان کې د طالبانو له بیا واکمنېدو نږدې پنځه کاله وروسته، روسیه تر اوسه یوازینی هېواد دی چې په ښکاره ډول یې د طالبانو حکومت د افغانستان د حکومت په توګه په رسمیت پېژندلی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








