د ايران د عدليې وزارت اعلان کړی چې ۱۶۲ افغان بندیان یې د طالبانو قضایي ادارو ته سپارلي دي.
د یاد وزارت په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه بندیان د ایران او افغانستان ترمنځ د محکومو زندانیانو د لېږد د رسمي هوکړې له عملي کېدو وروسته انتقال شوي دي.
خبرپاڼه زیاتوي چې ډېری دغه کسان د نشهیي توکو د قاچاق او اړوندو جرمونو په تور محکوم شوي وو، او پاتې د بند موده به یې په افغانستان کې د طالبان تر ادارې لاندې زندانونو کې تېره شي.
د دواړو هېوادونو ترمنځ د زندانیانو د تبادلې دا ډول اقدامات تر دې وړاندې هم ترسره شوي، چې هدف یې د محکومو اتباعو خپلو هېوادونو ته د لېږد او د بند د شرایطو د اسانتیا رامنځته کول بلل کېږي.
لیکوال:سعید سمیر








