د ایران د پوځ مشر، امیر حاتمي، وايي هغه کسان چې یو امریکايي سرتېری ووژني یا یې ونیسي او ایران ته یې وسپاري، ۳۰ زره امریکايي ډالر، چې د شاوخوا پنځه میلیارده ایراني تومانو معادل دي، انعام به ترلاسه کړي.
حاتمي ویلي، که دغه کار یوه ایراني ښځه ترسره کړي، نو د انعام اندازه به دوه برابره وي.
د ایران دولتي خبري اژانس «اېرنا» د حاتمي له قوله راپور ورکړی چې د دې انعام طرحه وروسته له هغې جوړه شوې چې د خلکو له لوري د مالي ملاتړ په پروګرام کې د ګډون لپاره ګڼې غوښتنې شوې وې.
حاتمي د احتمالي امریکايي سرتېرو د هدف ګرځولو د وخت او ځای په اړه جزییات نه دي ورکړي، خو د هغه څرګندونې په داسې مهال کېږي چې د ایران او امریکا ترمنځ تاوتریخوالی زیات شوی او د احتمالي ځمکني برید په اړه هم بحثونه مطرح دي.
هغه زیاته کړې، که څوک یو امریکايي «یرغلګر» ووژني، د هغه کس وسله به د بازار له بیې په دوه برابره بیه د ایران پوځ واخلي او پر ځای به یې نوې وسله هم ورکړي.
د ایران د پوځ مشر یو ځل بیا له امریکا وغوښتل چې له منځني ختیځ څخه ووځي.
سره له دې، په ایران کې د امریکايي ځمکنیو ځواکونو د پراخ ځای پر ځای کېدو کومه روښانه بېلګه نه ده وړاندې شوې. خو د اپرېل په میاشت کې د یوې امریکايي الوتکې د نسکورېدو وروسته، د هغې د پیلوټ د ژغورلو لپاره د امریکا له لوري پراخ عملیات ترسره شوي وو.
لیکوال:سعید سمیر








