TOOSnews
اعلان
ایراني چارواکی: د هرات–مزارشریف د اورګاډي پټلۍ به منځنۍ اسیا ته نوې لاره پرانیزي.
اقتصاديټوس نیوز

ایراني چارواکی: د هرات–مزارشریف د اورګاډي پټلۍ به منځنۍ اسیا ته نوې لاره پرانیزي.

۴ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

محمود سیادت، د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس، وايي د هرات–مزارشریف د اورګاډي پټلۍ د جوړولو تړون لاسلیک کېدل کولی شي د ایران، په ځانګړي ډول د خراسان رضوي ولایت، لپاره د منځنۍ آسیا بازارونو ته د لاسرسي یوه لا مستقیمه او ارزانه لاره برابره کړي.

هغه د ایسنا خبري اژانس سره په خبرو کې وویل چې دا پروژه د ایران او افغانستان د اړوندو بنسټونو په همکارۍ او د دواړو هېوادونو د چارواکو په حضور کې لاسلیک شوې ده. د هغه په وینا، د هرات–مزارشریف د اورګاډي پټلۍ د سیمې له مهمو بنسټیزو پروژو څخه ده او کولی شي د ترانزیټي اړیکو په پراختیا کې اغېزناک رول ولوبوي.

سیادت زیاته کړه چې د دې پروژې د پلي کېدو د لګښتونو یوه برخه به د افغانستان د معدني سرچینو له لارې تمویلېږي. د هغه په باور، د تمویل دغه ډول به د پروژې اقتصادي پایښت پیاوړی کړي او د عملي کېدو بهیر به چټک کړي، خو د خصوصي سکتور د ونډې او وروستي مالي ماډل په اړه لا هم بشپړ جزئیات نه دي روښانه شوي.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس د افغانستان جغرافیایي موقعیت ته په اشارې وویل چې افغانستان کولی شي د سیمې د رېل پټلۍ په نښلولو کې مهم رول ولوبوي. د هغه په وینا، د هرات–مزارشریف د اورګاډي پټلۍ بشپړېدل به د افغانستان لوېدیځ له شمالي سیمو او وروسته له منځنۍ آسیا هېوادونو سره ونښلوي.

هغه یادونه وکړه چې اوس مهال د ایران ډېره رېل پټلۍ اړیکه له منځنۍ آسیا سره د ترکمنستان له لارې ترسره کېږي، هغه مسیر چې د ده په وینا له ځینو محدودیتونو او ستونزو سره مخ دی. نوموړي باور څرګند کړ چې د افغانستان له لارې د بدیلې لارې رامنځته کېدل کولی شي د لېږد رالېږد وخت او لګښت راکم کړي او پر شته لارو تکیه کمه کړي.

سیادت ټینګار وکړ چې دا پروژه یوازې یوه عمراني پروژه نه ده، بلکې یوه جیو-اقتصادي پروژه ده چې کولی شي په سیمه کې د ایران د سوداګریزي سیالۍ وړتیا لوړه کړي.

هغه د خراسان رضوي لپاره د دې لارې اهمیت ته په اشارې وویل چې د مشهد ښار او ځانګړې اقتصادي سیمې لکه سرخس او دوغارون به د دې اورګاډي پټلۍ له ګټو برخمنې شي او د سیمې د مهم ترانزیټي مرکز په توګه به یې موقعیت نور هم پیاوړی شي.

د ایران او افغانستان د ګډې سوداګرۍ خونې رئیس همداراز ټینګار وکړ چې د خصوصي پانګونې د جذب لپاره د روښانه مالي میکانیزمونو وړاندې کول، د پانګې د بېرته ستنېدو تضمین او د عملي کېدو د واضح پلان جوړول اړین دي.

دا څرګندونې داسې مهال مطرح کېږي چې په وروستیو کلونو کې د ایران، افغانستان او د منځنۍ آسیا د هېوادونو ترمنځ د ترانزیټي لارو د پراختیا هڅې زیاتې شوي دي. همدارنګه روسیه هم د افغانستان له لارې د رېل پټلۍ د لارو د فعالولو امکان ارزوي، څو له سیمه‌ییزو بازارونو سره خپلې اړیکې پراخې کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.