لیکواله:سلیمه آریايي
د ۱۱۷ کیلومټره لار چې د ماهیرود څخه تر فراه پورې غځېدلې ده او د ایران د جنوبي خراسان سرحد د افغانستان له فراه ولایت سره نښلوي، له څو کالونو ځنډ وروسته اوس پایلې ته رسېدلې ده. ایرانی رسنۍ راپور ورکړي چې د دې پروژې پرمختګ اوس تر ۹۳٪ زیات شوی دی.
دا لار د ایران، افغانستان او منځنۍ آسیا ترمنځ د سوداګرۍ لپاره یوه له مهمو لارو څخه پېژندل کيږي. لار د ایران د سربیشه ولسوالۍ د ماهیرود سرحد څخه پیل کېږي او تر فراه ولایت مرکز پورې غځېږي.
ایراني مقاماتو ویلي چې دا لار کولی شي د ایران د جنوبي بندرونو لکه بندر عباس او چابهار څخه افغانستان او منځنۍ آسیا ته د مالونو لېږد تقریباً ۴۰۰ کیلومتره لنډ کړي.
د دې پروژې کار د ۱۳۸۰ لمریز کال په پیل کې شروع شوی وو. هغه وخت ۶۴ کیلومتره یې جوړ او اسفالټ شوی و، خو د افغانستان ناامنۍ، سیاسي بدلونونه، د کرونا وایرس خپرېدو او بودجې کمبود له امله کار څنډېدلي وې.
راپورونه ښيي چې جوړه شوې برخه هم اوس ترمیم ته اړتیا لري، ځکه چې د بار وړونکو موټرو درانه تګ راتګ هغه تخریب شوې او د بیا پوښښ اړتیا لري.
میرمحمد مودي، د جنوبي خراسان د سړکونو او ښاري پراختیا رییس، ویلي چې د دې پروژې اوږدوالی ۱۱۷ کیلومتره دی. د هغه په وینا، ۶۴ کیلومتره یې په تیرو کلونو کې بشپړ شوي او په تېرو کلونو کې یې ۳۷ کیلومتره نور هم اسفالت شوي دي.
د راپورونو له مخې، پاتې ۱۴ کیلومتره دا لار به تر درې میاشتو پورې بشپړه شي. ایراني مقاماتو ویلي چې د دې پروژې بودجه په نوې حکومت کې زیاته شوې ده.
له دې مخکې یوازې ۲ میلیونه یورو د دې پروژې لپاره ځانګړې شوې وې، خو وروسته یې بودجه تر ۱۰ میلیونه یورو پورې لوړه شوې ده.
ویل کیږي چې دا پروژه وروسته له هغو لیدنو او خبرو اترو چې د جنوبي خراسان چارواکو د طالبانو او فراه ولایت سوداګرو سره کړي، بیا د پام وړ شوې ده. همچنان وروسته له هغه چې د طالبانو والی په فراه کې بیرجند ته سفر وکړ، د دې سړک بشپړول د دواړو خواوو د ګډې غوښتنې موضوع ګرځېدلې ده.
د ماهیرود سرحد د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ یو له مهمو لارو ګڼل کېږي.








