په کابل کې د ایران د اسلامي جمهوریت سفیر، علي رضا بېکدلي، له سرای شهزاده څخه لیدنه وکړه؛ سرای شهزاده په افغانستان کې د اسعارو د راکړې ورکړې او مالي معاملاتو له مهمو مرکزونو څخه دی. په کابل کې د ایران سفارت په«اېکس» ټولنیزې شبکې کې د دې لیدنې انځورونه خپاره کړل او سرای شهزاده یې «د افغانستان تاریخي مالي او پولي مرکز» وباله، خو د دې سفر د هدف او جزیاتو په اړه یې څه ونه ویل.
د ایران سفارت دا هم نه دي روښانه کړي چې ایا د بېکدلي حضور په سرای شهزاده کې د ایران د اسعارو د بازار له وروستیو تحولاتو، د ډالرو له برابرولو یا د دواړو هېوادونو ترمنځ د اسعارو د لېږد له میکانیزم سره کومه اړیکه لرله او که نه. دغه لیدنه د یکشنبې په ورځ، د وږي په لومړۍ نېټه ترسره شوې، خو تر اوسه د ایران سفارت له خوا د دې لیدنې پر مهال د مطرح شوو موضوعاتو په اړه نور جزیات نه دي خپاره شوي.
بېکدلي په تېرو میاشتو کې له طالب چارواکو سره په لیدنو کې د ایران او افغانستان ترمنځ د سوداګریزو او اقتصادي اړیکو پر پراختیا ټینګار کړی دی. هغه په ګډو سوداګریزو ناستو کې هم د اقتصادي اړیکو د پراخولو او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو همکاریو د زیاتولو په اړه خبرې کړي او د تهران او کابل ترمنځ یې د اقتصادي اړیکو د پیاوړتیا پر اهمیت ټینګار کړی دی.
دا لیدنه په داسې شرایطو کې ترسره کېږي چې د ډالرو پر وړاندې د ایران د ریال ارزښت بېسارې ټیټې کچې ته رسېدلی دی. هممهاله، له افغانستان څخه ایران ته د ډالرو ناقانونه لېږد د دواړو هېوادونو د اسعارو په بازارونو کې د پام وړ موضوع ګرځېدلې او داسې راپورونه خپاره شوي چې له افغانستان څخه ایران ته د مالي بازارونو له لارې د اسعارو د انتقال د هڅو په اړه دي.
په بېلابېلو راپورونو کې په کابل کې سرای شهزاده د افغانستان د اسعارو د مهمو معاملاتي مرکزونو له ډلې بلل شوی او ایران ته د ډالرو د ناقانونه انتقال په تړاو هم یاد شوی دی. د طالبانو چارواکو هم په تېرو میاشتو کې ویلي چې هڅه کوي له افغانستان څخه د اسعارو د ناقانونه وتلو مخه ونیسي؛ خو د دغو اقداماتو او د ایران د سفیر د وروستۍ لیدنې ترمنځ د اړیکې په اړه تر اوسه کوم رسمي جزیات نه دي خپاره شوي.
سره له دې چې دغه لیدنه ترسره شوې، په کابل کې د ایران سفارت تر اوسه د خبرو د موضوعاتو، سرای شهزاده ته د سفیر د حضور د اصلي هدف، یا د ایران د اسعارو د بازار له وضعیت او د دواړو هېوادونو ترمنځ د ډالرو د احتمالي انتقال سره د دې لیدنې د اړیکې په اړه کوم مشخص وضاحت نه دی ورکړی. له همدې امله، د رسمي دریځ له اعلان پرته د دې لیدنې د انګېزې او دقیقو موخو په اړه قطعي پایله اخیستل نه شي کېدای.
لیکواله:سلیمه آریایي








