TOOSnews
اعلان
د ایران د پارلمان رئیس: له پیاوړي اقتصاد پرته د ایران پوځي ځواک دوام نه شي کولی.
اقتصاديټوس نیوز

د ایران د پارلمان رئیس: له پیاوړي اقتصاد پرته د ایران پوځي ځواک دوام نه شي کولی.

۳۱ زمری ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د ایران د ولسي جرګې رئیس، محمد باقر فالیباف، له حکومت څخه غوښتي چې د امریکا د اقتصادي بندیزونو د مخنیوي لپاره پلان جوړ کړي او د ایران اقتصاد د بهرنیو فشارونو پر وړاندې لا پیاوړی کړي.

قالیباف د پنجشنبې په ورځ، د زمري په ۲۹مه، په بغداد کې د ایراني او عراقي سوداګرو په غونډه کې ویلي چې یوازې پوځي ځواک د یوه هېواد د بقا لپاره بسنه نه کوي، بلکې اقتصاد هم باید پیاوړی وي.

هغه ویلي: «که موږ هر څومره پوځي ځواک ولرو، خو که خلک وږي وي او مالي راکړه ورکړه، اقتصادي وده او ملي تولید ونه لرو، دوام نه شو کولی.»

د ایران د ولسي جرګې رئیس همداراز ویلي چې تهران باید د بندیزونو پر وړاندې د مبارزې لپاره پلان ولري. هغه ټینګار کړی: «باید د ظالمانه بندیزونو د له منځه وړلو لپاره پلان جوړ کړو، څو وکولای شو پر هغو بریالي شو.»

قالیباف امنیت او اقتصاد دوه له یو بل سره تړلي موضوعات بللي او ویلي یې دي چې که امنیت موجود نه وي، پانګونه هم نه کېږي، او که امنیت له اقتصادي ملاتړ پرته دوام وکړي، پایښت به ونه لري.

هغه د خپلو خبرو په بله برخه کې د ایران او عراق ترمنځ په سوداګریزو راکړو ورکړو کې د دواړو هېوادونو د ملي اسعارو د لا ډېر استعمال غوښتنه کړې او ویلي یې دي چې په دې توګه د تهران او بغداد ترمنځ په راکړو ورکړو کې د امریکا د ډالر رول کمېدای شي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ روانه اوونۍ پر ایران د یوه پراخ اقتصادي عملیاتو د پیل خبر ورکړی دی.

ټرمپ ویلي چې هغه هېوادونه چې له ایران سره اقتصادي راکړې ورکړې ولري، ښايي د امریکا له سختو بندیزونو سره مخ شي.

همداراز، د امریکا د خزانې وزیر سکاټ بسنټ پرون ویلي چې د واشنګټن نوي بندیزونه به «د ایران رژیم د سقوط پر لور یوسي.»

بسنټ دغه بندیزونه «د نړۍ په تاریخ کې د همغږې اقتصادي انزوا تر ټولو ستر اقدام» بللي او د امریکا له متحدینو یې غوښتي چې دغه بندیزونه مراعت کړي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.