د عراق لومړي وزیر علي الزیدي د جمعې په ورځ د نړۍ د شیعه مسلمانانو د مخکښو دیني مراجعو له ډلې، آیتالله محمد اسحاق فیاض، د جنازې په مراسمو کې چې د کاظمین په ښار کې ترسره شول، ګډون وکړ. په دغو مراسمو کې ګڼ شمېر دیني عالمانو، مذهبي شخصیتونو او عامو خلکو برخه اخیستې وه.
د عراق د لومړي وزیر د دفتر د اعلامیې له مخې، علي الزیدي د آیتالله فیاض علمي، دیني او ټولنیز مقام ته د درناوي په موخه په دې مراسمو کې ګډون کړی و.
د جنازې مراسم په کاظمین ښار کې د سختو امنیتي تدابیرو او د اړوندو ادارو په همغږۍ ترسره شول. له مراسمو څخه خپرو شویو انځورونو کې د دیني حوزو د مخورو څېرو، سیمهییزو چارواکو او د ټولنې د بېلابېلو قشرونو پراخ ګډون ښکاري.
د آیتالله محمد اسحاق فیاض دفتر پرون اعلان کړی و چې د نوموړي د جنازې مراسم به د جمعې په ورځ په کاظمین او د شنبې په ورځ په نجف ښار کې ترسره شي.
آیتالله محمد اسحاق فیاض د عراق د نجف ښار له مخکښو شیعه مراجعو څخه شمېرل کېده. نوموړی د افغانستان د غزني ولایت د جاغوري ولسوالۍ اصلي اوسېدونکی و او د ۹۶ کلونو په عمر وفات شو.
د دغه ستر دیني عالم د مړینې له امله د عراق حکومت درې ورځې ملي ماتم اعلان کړی دی. همدارنګه د سیمې یو شمېر سیاسي او مذهبي مشرانو د خواخوږۍ او تسلیت پیغامونه خپاره کړي دي.
د عراق ولسمشر او لومړي وزیر، مسعود پزشکیان، اشرف غني او حامد د هغو شخصیتونو له ډلې دي چې د آیتالله محمد اسحاق فیاض مړینه یې غمجنه بللې او تسلیت یې وړاندې کړی.
لیکواله:سلیمه آریایي








