د اسرائیلو پوځ اعلان کړی چې د حماس د پوځي څانګې نوی قوماندان محمد عوده د غزې په شمال کې د اسرائیلو په برید کې وژل شوی دی.
په هغه اعلامیه کې چې نن چهارشنبه، د غبرګولي ۶مه، خپره شوې، د اسرائیلو پوځ ویلي چې محمد عوده د عزالدین حداد له وژل کېدو وروسته د حماس د پوځي څانګې د قوماندان په توګه ټاکل شوی و.
اسرائیلو د روانې میلادي میاشتې په پیل کې اعلان کړی و چې عزالدین حداد د دوی په بریدونو کې وژل شوی دی؛ هغه موضوع چې وروسته حماس هم تایید کړه.
پر غزې د اسرائیلو بریدونه په داسې حال کې دوام لري چې د تېر میلادي کال د اکتوبر راهیسې د اسرائیلو او حماس ترمنځ اوربند نافذ دی.
همداراز، اسرائیل د لبنان په جنوب کې خپلو بریدونو ته هم دوام ورکړی، سره له دې چې د دغه هېواد او د لبنان د حکومت ترمنځ هم د اوربند تړون موجود دی.
د لبنان د روغتیا وزارت ویلي چې د اسرائیلو د پرونیو بریدونو له امله د دغه هېواد په جنوب کې لږ تر لږه ۳۰ کسان وژل شوي دي.
لیکواله:سلیمه آریایي








