د اسرائیل ۱۴ کانال د شنبې په ورځ راپور ورکړی چې اسرائیلي ځواکونو د لبنان په جنوب کې د علي طاهر په لوړو کې د حزبالله اړوند یو ځمکنی د قوماندې مرکز نیولی دی. د راپور له مخې، دا مرکز د حزبالله د پوځي زیربناوو برخه وه او ګومان کېږي چې د دې ډلې ګڼ شمېر وسلهوال په کې موجود وو.
د اسرائیلي رسنیو د راپور له مخې، دغه د قوماندې مرکز د لبنان په جنوب کې د پراخې تونلي شبکې او ځمکنیو تاسیساتو یوه برخه ده؛ هغه شبکه چې د دغو سرچینو په وینا د ایران اسلامي جمهوریت په مالي او تخنیکي ملاتړ جوړه شوې ده.
د علي طاهر لوړې د خپل ستراتېژیک موقعیت له امله ځانګړی نظامي اهمیت لري، ځکه د نبطیه ښار او شاوخوا لارو څارنه کوي. د شنونکو په باور، د دې سیمې کنټرول کولی شي د لبنان په جنوب کې د امنیتي وضعیت او د ځواک په توازن اغېز ولري.
دا پېښه یوازې څو ورځې وروسته له هغه رامنځته شوې چې د متحده ایالاتو په منځګړیتوب یو موقتي اوربند رامنځته شوی و؛ هغه موضوع چې د وروستیو هوکړو د پایدارتیا په اړه یې اندېښنې زیاتې کړي دي. په همدې حال کې، ځینو لبناني سرچینو راپور ورکړی چې د لبنان پوځ د احتمالي مستقیمې نښتې د مخنیوي لپاره د سیمې له نږدې ځینو پوستو څخه شاتګ کړی دی.
د ایران اسلامي جمهوریت دا اقدام غندلی او هغه یې د لبنان د حاکمیت نقض بللی دی. په مقابل کې، اسرائیلي چارواکو تر اوسه د دې عملیاتو په اړه نور جزئیات نه دي خپاره کړي.
شنونکي په دې باور دي چې که دا راپورونه تایید شي، د دې مرکز نیول کولی شي د اسرائیل د هغو هڅو یوه برخه وي چې غواړي د لبنان په سوېل کې د حزبالله د قوماندې او کنټرول وړتیا کمه کړي. د دوی په وینا، د داسې پرمختګونو دوام کولی شي په سیمه کې د کړکېچونو د زیاتېدو لامل شي، په ځانګړې توګه په داسې حال کې چې اړخونه یو بل د اوربند په نقض تورنوي.
لیکواله:سلیمه آریایي








