د افغانستان اسلامي جمعیت ګوند په یوه تازه راپور کې د یونیسف د وروستیو څرګندونو په غبرګون کې ویلي چې د طالبانو دوامداره واکمني د هېواد راتلونکی له جدي ننګونو سره مخامخ کوي. د دې ګوند په وینا، اوسنی حالت کولی شي د افغانانو د ژوند بېلابېلو اړخونو باندې پراخې او اندېښمنونکې اغېزې پرېږدي.
په دې غبرګون کې ټینګار شوی چې د افغانستان سیاسي، اقتصادي، ټولنیز او کلتوري برخې له هر وخت نه زیاتې په خطر کې دي. جمعیت اسلامي خبرداری ورکړی چې د دې بهیر دوام به د هېواد د ثبات او پرمختګ لپاره اوږدمهاله پایلې ولري.
دغه ګوند همدارنګه څرګنده کړې چې د اوسني وضعیت څخه د وتلو یوازینۍ لار د ملي او نړیوالې همکارۍ او مسؤلیت منلو له لارې ممکنه ده. دوی باور لري چې د ټولو اړخونو رول د افغانستان د شرایطو د ښه کولو لپاره مهم او ټاکونکی دی.
لیکواله:سلیمه آریایي








