TOOSnews
اعلان
قزاقستان او غضنفر بانک له افغانستان سره د بانکي راکړو ورکړو د اسانتیا او سوداګرۍ د پراختیا لپاره هوکړه وکړه.
اقتصاديټوس نیوز

قزاقستان او غضنفر بانک له افغانستان سره د بانکي راکړو ورکړو د اسانتیا او سوداګرۍ د پراختیا لپاره هوکړه وکړه.

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د قزاقستان حکومت او د افغانستان غضنفر بانک د بانکي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د مالي راکړې ورکړې د اسانتیا په اړه هوکړه وکړه. د دې هوکړې موخه د مستقیمو تادیاتي لارو رامنځته کول، د بانکونو ترمنځ د همکاریو پیاوړتیا او د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا لپاره د مناسبې زمینې برابرول دي.

د قزاقستان ټوډې د راپور له مخې، د قزاقستان د لومړي وزیر مرستیال، سریک ژومانګارین، د چهارشنبې په ورځ، د چنګاښ په ۱۷مه، د افغانستان د غضنفر بانک له رئیس، محمد اسماعیل غضنفر، سره وکتل او د بانکي همکاریو د پراختیا او د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د زیاتوالي په اړه یې خبرې وکړې.

ژومانګارین په دې لیدنه کې ټینګار وکړ چې د افغانستان او قزاقستان ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا د یوه باوري بانکي زیربنا رامنځته کولو ته اړتیا لري، څو د دواړو هېوادونو د شرکتونو ترمنځ مالي تادیات په منظم، چټک او بې‌ځنډه ډول ترسره شي.

په راپور کې راغلي چې اوس مهال د قزاقستان دوه بانکونه د افغانستان له بانکونو سره د کارګزارۍ اړیکې لري او د همدې همکاریو له لارې د دواړو هېوادونو د مالي راکړو ورکړو یوه برخه ترسره کېږي.

د خپرو شویو شمېرو له مخې، په ۲۰۲۵ کال کې د قزاقستان او افغانستان ترمنځ د پولې هاخوا تادیاتو حجم نږدې ۳۰۰ میلیونو ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال په پرتله ۲۶ سلنه زیاتوالی ښيي. همدارنګه، په همدې موده کې د توکو او خدماتو د تادیاتو ارزښت پنځه برابره لوړ شوی دی.

شمېرې دا هم ښيي چې د ۲۰۲۶ کال په لومړیو څلورو میاشتو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ حجم ۳۴۲.۴ میلیونو ډالرو ته رسېدلی، چې د تېر کال د همدې مودې په پرتله ۲.۳ برابره زیاتوالی لري. له دې جملې څخه ۳۳۸.۵ میلیونه ډالر د افغانستان پر لور د قزاقستان صادرات جوړوي.

د راپور له مخې، افغانستان ته د قزاقستان د غنمو، اوړو، د لمرګل د غوړیو او نورو توکو د صادراتو زیاتوالی په وروستیو میاشتو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزو راکړو ورکړو د ودې له مهمو لاملونو څخه ګڼل کېږي.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.