TOOSnews
اعلان
د اسټرالیا په تاریخ کې تر ټولو لوی د نشه یي توکو عملیات د سدني په لوېدیځ کې تر سره شوه.
نړۍټوس نیوز

د اسټرالیا په تاریخ کې تر ټولو لوی د نشه یي توکو عملیات د سدني په لوېدیځ کې تر سره شوه.

۲ چنګاښ ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اسټرالیا پولیسو اعلان کړی چې د دې هېواد امنیتي ځواکونو د سدني په لوېدیځ کې یوه ځمکني پټ زېرمتون کې ۲.۷ ټنه کوکایئن کشف او ضبط کړي دي. د پولیسو په وینا،دا اندازه د اسټرالیا په تاریخ کې د نشه‌یي توکو تر ټولو ستر کشف بلل کېږي.

دغه نشه‌یي توکي د جمعې په ورځ د لندندري په سیمه کې د یوه ملکیت دننه د درې بار وړونکو کانټینرونو لاندې په پټو برخو کې موندل شوي دي. د دې جوپو سړکیز ارزښت شاوخوا ۸۱۶ میلیونه اسټرالیایي ډالر (نږدې ۴۳۳ میلیونه پونډه یا ۵۰۰ میلیونه یورو) اټکل شوی دی.

د پولیسو د راپور له مخې، دوه تنه ۲۱ او ۲۵ کلن کسان چې هڅه یې کوله له ځایه وتښتي، په هماغه ځای کې نیول شوي دي. دوی د پولې له لارې د غیرقانوني ډول راوړل شوي کنټرول شوي مادې د سوداګریزې اندازې د ساتلو په تور تورن شوي او له محکمې وروسته په موقتي بند کې ساتل کېږي. که چیرې تورونه ثابت شي، دوی له عمري بند سره مخ کېدای شي.

پولیس وایي چې دا د کوکایئن جوپه د یوې منظمې جنایي ډلې په امر او د شمالي کوینزلېنډ د مېج پواینټ ښار له لارې استرالیا ته راوړل شوې ده. د لندندري پر ملکیت د چاپې عملیات د “مین‌جیانګ عملیات” په نوم د یوې پراخې څېړنیزې کمپاین برخه وه، چې وروسته له هغه پیل شو چې د مې په میاشت کې سمندر ته نږدې پهذیوې کښتۍ کې۴۰ کیلوګرامه کوکایئن وموندل شول.

د پولیسو د معلوماتو له مخې، تېره اونۍ نور شپږ کسان هم په کوینزلېنډ او نیو ساوټ وېلز کې د همدې قضیې په تړاو نیول شوي او تورن شوي دي. همدارنګه یوه لویه کښتۍ چې ګمان کېږي په دې قاچاقي عملیاتو کې یې رول درلود، د سلیمان ټاپوګانو کې نیول شوې ده.

د اسټرالیا د پولیسو قوماندان سټیون جي ویلي چې دا قضیه د جرمونو د شبکو د لوړې کچې تنظیم او د هغوی د ګټې اخیستنې هڅې ښيي. هغه زیاته کړې چې د دغو نشه‌یي توکو د سرچینې په اړه تحقیقات لا هم روان دي او پولیس له داخلي او نړیوالو ادارو سره په ګډه کار کوي ترڅو ښکېل کسان وپېژني.

د نیو ساوټ وېلز د پوهنتون د راپورونو له مخې، اسټرالیا سره له دې چې جغرافیایي واټن لري، د نشه‌یي توکو د قاچاق لپاره یو ګټور بازار بلل کېږي او د کوکایئن هر ګرام په اوسط ډول شاوخوا ۳۰۰ اسټرالیایي ډالره پلورل کېږي. همدارنګه د ملګرو ملتونو راپور ښيي چې د اسڼرالیا او نیوزیلنډ وګړي د نړۍ د هغو هېوادونو په ډله کې دي چې د کوکایئن لوړه کچه کارونه لري.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.