لیکواله:سلیمه آریایي
په فاریاب ولایت کې درې لویې برېښنایي پروژې د ۱.۱۲ میلیارډه افغانیو په لګښت پیل شوې.
د رسمي اعلامیې له مخې، دغه پروژې عبارت دي له: د فاریاب د مرکزي سباستیشن څخه تر بلچراغ او گرزیوان ولسوالیو پورې د ۱۱۰ کیلوولټ لینټ تمدید، په بلچراغ کې د ۱۱۰/۲۰ کیلوولټ سباسټیشن جوړول، او په بلچراغ او پشتونکوټ کې د ترانسفارمرونو نصب شامل دي.
د دې پروژو د پرانیستې مراسم د سهشنبه په ورځ د ملا عبدالغني برادر، د طالبانو د ریاستالوزر اقتصادي مرستیال، په حضور کې ترسره شول.
مسؤولین وایي چې د دغو پروژو لګښت له داخلي بودیجې څخه تأمین شوی او د هغې پلي کول به د خصوصي سکتور په غاړه وي.
مقامونه وعده کوي چې د دې پروژو بشپړولو سره به د فاریاب ولایت کې د برېښنا کمی په راتلونکو درېو کلونو کې کم شي.
په ورته وخت کې، د فاریاب یو شمېر اوسېدونکي ټینګار کوي چې د پروژو د شفاف نظارت او د ژمنو عملي کولو لپاره باور ترلاسه کول اساسي اهمیت لري.








