یوې محکمې په لندن، د برټانیې پلازمېنه کې، عبدالحلیم خان، د یوه جومات پخوانی امام، د اوو ښځو او نجونو په شمول د یوې دولس کلنې نجلۍ د جنسي تیري او ځورونې په جرم د عمري بند سزا ورکړه. د اسنرز بروک سلطنتي محکمې د پنجشنبې په ورځ اعلان وکړ چې هغه باید لږ تر لږه شل کاله په زندان کې تېر کړي.
د اسکای نیوز شبکې راپور ورکړی چې عبدالحلیم خان، چې د لندن په ختیځ کې اوسېده، د یوه باوري مذهبي مشرتابه په توګه د څو ښځو او نجونو د ځورونې لپاره خپل موقف کارولی دی. د لندن پولیس وايي چې دغه جرمونه د ۲۰۰۴ څخه تر ۲۰۱۵ کلونو پورې ترسره شوي دي.
عبدالحلیم خان د فبرورۍ په میاشت کې په ۲۱ قضیو کې مجرم وپېژندل شو. دا تورونه په دې ډول وو: ۹ جنسي تیري، ۴ جنسي ځورونې، ۲ د ۱۳ کلنۍ څخه کم عمره ماشومانو د جنسي ځورونې، ۵ د ۱۳ کلنۍ څخه کم عمره ماشومانو جنسي تیري، او یو جنسي تعرض.
لسلي کیټبرت، د دې قضیې قاضي، د حکم پر مهال وویل چې عبدالحلیم خان د رښتینوالي او تقدس په نقاب کې، د هغو ښځو چې پر هغه یې باور کړی و، ترې یې شدیده ناوړه ګټه اخیستې ده. هغه زیاته کړه چې متهم په بېپروایۍ سره د اوو ښځو او نجونو، په شمول پر ماشومانو او تنکیو ځوانانو، جنسي تیري او ځورونه ترسره کړې او فکر یې کاوه چې هېڅکله به مجازات نشي.
قاضي همداشان وویل چې هغه ډاډه و چې قربانیان به د شرم او وېرې له امله شکایت ونه کړي او که هم شکایت وکړي، هېڅوک به د هغوی خبرې ونه مني. د قاضي په وینا، عبدالحلیم خان د خلکو مذهبي باور څخه ناوړه ګټه اخیستې ده.
یوه ماشومه چې د دې پېښې قرباني وه، په محکمه کې وویل چې هغه ځان انسان نه ګڼي او متهم یې د شر مجسمه وبلله. هغې زیاته کړه چې متهم د دروغو او ګواښونو په وسیله هغه چوپتیا ته مجبوره کړې او د وېرې په رامنځته کولو یې د هغې ژوند اغېزمن کړی دی.
بله قرباني چې د پېښو پر مهال ماشومه وه، ویلي یې دي چې عبدالحلیم خان د هغې د مذهبي باورونو او زیانپذیرۍ څخه ناوړه ګټه اخیستې او د وېرې په واسطه یې هغه چوپتیا ته مجبوره کړې وه.
د برټانیې د عدليې ادارې د اعلامیې بز بنسټ، متهم قربانیان په لرې ځایونو لکه اپارتمانونو او خلوت ځایونو ته بللي، بیا یې پر هغوی جنسي تیری یا ځورونه ترسره کوله. هغه همدارنګه ادعا کوله چې پېریان او ماورايي ځواکونه لري او قربانیان یې د وېرې په وسیله د دې پېښو پټولو ته اړ کړي دي.
د لندن پولیسو راپور ورکړی چې دا قضیه په ۲۰۱۸ کال کې پیل شوه، کله چې یوه قرباني موضوع خپل ښوونکي سره شریکه کړه. عبدالحلیم خان د پولیسو سره په خبرو کې ټول تورونه رد کړي او ادعا یې کړې چې دا قضیه یوه دسیسه ده او قربانیانو د انتقام لپاره دغه ادعاوې کړې دي.
لیکواله:سلیمه آریايي








