د بلوڅ یووالي کمیټې مشرې ماهرنګ بلوڅ د ملګرو ملتونو د شکنجې ضد کمېټې د تازه راپور هرکلی کړی او ویلي یې دي چې په پاکستان کې د بشري حقونو روانې سرغړونې باید سمدستي پای ته ورسېږي.
نوموړې ویلي چې د راپور موندنې د هغو ادعاوو ملاتړ کوي چې له کلونو راهیسې د بلوڅانو د حقونو د فعالانو له لوري مطرح کېږي، او د دولتي ادارو له لوري د خلکو پر وړاندې د زور زیاتي او شکنجې د پېښو په اړه اندېښنې لا پسې زیاتوي.
ماهرنګ بلوڅ ټینګار کړی چې نړیواله ټولنه باید یوازې پر راپورونو بسنه ونه کړي، بلکې د عملي فشار له لارې د بشري حقونو د خوندیتوب لپاره اغېزمن ګامونه واخلي.
بلخوا د ملتونو د شکنجې ضد کمېټې په خپل وروستي راپور کې د یو شمېر هېوادونو، په ځانګړي ډول پاکستان کې، د بشري حقونو د سرغړونو او د بندیانو د ناوړه چلند په اړه اندېښنې څرګندې کړي دي.
دا موضوع په داسې حال کې راپورته کېږي چې د بلوڅو د حقونو د خوندیتوب لپاره د بلوڅ یووالي کمیټه په څېر ډلې هم د اوږدې مودې راهیسې د ورته ستونزو د حل غوښتنه کوي.
لیکوال:سعید سمیر








