TOOSnews
اعلان
مارك بوتنګا: طالبانو ته بلنه د اروپايي ارزښتونو خلاف اقدام دى.
نړۍټوس نیوز

مارك بوتنګا: طالبانو ته بلنه د اروپايي ارزښتونو خلاف اقدام دى.

۸ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د اروپا په پارلمان کې د بلجیم استازي مارک بوتنګا بروکسل کې د طالبانو د استازو د بلنې او له هغوی سره د اړیکو په اړه سختې نیوکې کړې دي او دا یې د اروپايي ټولنې د اعلان شوو ارزښتونو سره په ټکر کې بللي دي.

نوموړي ویلي، په داسې حال کې چې اروپايي ټولنه له روسیې سره د بشري حقونو او سیاسي اختلافاتو له امله د لوړې کچې تماسونو څخه ډډه کوي، د طالبانو لپاره بیا د «سرې غالۍ» په ډول هرکلی کېږي، چې دا یو متضاد چلند دی.

هغه خبرداری ورکړی چې طالبانو ته د افغان کډوالو سپارل د انسانانو له ژوند سره لوبې دي او دا کار کولی شي د ګڼو افغانانو ژوند له جدي ګواښ سره مخ کړي.

د هغه په وینا، په افغانستان کې د بشري حقونو وضعیت، په ځانګړي ډول د ښځو او نجونو حقونه، لا هم د سختې نړیوالې اندېښنې وړ دي او اروپايي هېوادونه باید له هر ډول بې‌احتیاطۍ ډډه وکړي.

دا څرګندونې په داسې وخت کې کېږي چې په وروستیو میاشتو کې د طالبانو له استازو سره د ځینو اروپايي چارواکو لیدنې او اړیکې زیاتې شوې دي، چې په اروپا کې دننه او بهر یې پراخ سیاسي غبرګونونه راپارولي دي.

لیکوال:سعید سمیر

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.