TOOSnews
اعلان
د مرلین مونرو د زېږېدو د سلمې کلیزې په مناسبت د هغې افسانوي جامې نندارې ته وړاندې شوې.
کلتور او هنرټوس نیوز

د مرلین مونرو د زېږېدو د سلمې کلیزې په مناسبت د هغې افسانوي جامې نندارې ته وړاندې شوې.

۱۰ غبرګولی ۱۴۰۵
شریکول
لنډیز

د مرلین مونرو د زېږېدو د سلمې کلیزې په مناسبت،د سینما د تاریخ یو شمېر تر ټولو مشهورې جامې له شخصي ټولګو او بېلابېلو آرشیفونو څخه راوېستل شوې دي څو د لاس انجلس په یوه ځانګړي نندارتون کې نندارې ته وړاندې شي. دا اثار، چې د هالیووډ د تاریخ یوه مهمه برخه ګڼل کېږي، د شلمې پېړۍ په کلتوري حافظه کې ځانګړی ځای لري.

مارلین مونرو له هغو محدودو شخصیتونو څخه وه چې وتوانېده په یو وخت کې د ښکلا، شهرت، فېشن او عامه کلتور سمبول وګرځي. خو د هغې ژوند له هغه انځور څخه ډېر پراخ و چې هالیووډ یې د «ساده بلوندې نجلۍ» په رولونو کې وړاندې کاوه.

د متحرکو انځورونو د اکاډمۍ موزیم له خوا په لاس انجلس کې د «مارلین مونرو؛ د هالیووډ نښه» په نوم نندارتون جوړ شوی، چې موخه یې د دې نامتو اداکارې یو هر اړخیز انځور وړاندې کول دي. د نندارتون تنظیموونکي وايي، غواړي د مونرو رول د یوې اغېزمنې هنرمندې او داسې شخصیت په توګه روښانه کړي چې د خپل عامه تصویر په جوړولو کې یې فعاله ونډه لرله.

مارلین مونرو، چې اصلي نوم یې نورما جین مورټنس و، د ۱۹۲۶ کال د جون په لومړۍ نېټه په لاس انجلس کې وزېږېده. د هغې ماشومتوب له اقتصادي ستونزو، د سرپرستۍ په کورونو او یتیم‌خانو کې له ژوند سره تېر شو. هغې په ۱۶ کلنۍ کې واده وکړ او وروسته له دې چې ماډلنګ او سینما ته داخله شوه، خپل نوم یې مارلین مونرو ته بدل کړ.

هغې د ۱۹۵۰مې لسیزې پر مهال د«سړي د طلایي وېښتانو لرونکې ښځې زیاتې خوښوي»،«د اوو کلونو خارښت» ،او«ځینې یې ګرم خوښوي» په فلمونو کې د لوبېدو له لارې نړیوال شهرت ترلاسه کړ.

د مونرو شخصي ژوند هم تل د رسنیو د پام وړ و. هغې درې ځله واده وکړ؛ لومړی له جېمز دوګرتي، بیا له جو دي ماجیو او په پای کې له آرتور میلر سره، درې واړه ودونه په طلاق پای ته ورسېدل او د هغې شخصي ژوند د شهرت له فشارونو او ستونزو سره مل و.

مارلین مونرو د ۱۹۶۲ کال د اګست په څلورمه، په ۳۶ کلنۍ کې، د لاس انجلس په برنټ ووډ سیمه کې په خپل کور کې مړه شوه. د هغې د مړینې رسمي لامل د خوب راوستونکو درملو زیات استعمال اعلان شو؛ داسې پېښه چې لا هم د هالیووډ د تاریخ له تر ټولو جنجالي موضوعاتو څخه ګڼل کېږي.

په دې نندارتون کې د مونرو سلګونه عکسونه، لیکونه، سینمایي قراردادونه، د فلمونو د تولید اسناد او شخصي توکي نندارې ته اېښودل شوي دي. د دې ټولو تر منځ، د هغې سینمایي جامو د لیدونکو ځانګړې پاملرنه ځانته اړولې ده.

د نندارتون له مهمو آثارو څخه یوه مشهوره ګلابي جوړه چې«سړي د طلایي ویښتانو لرونکې ښځې ډېرې خوښوي»په فلم کې مونرو د «الماس د یوې جلۍ تر ټولو ښه ملګری ده»د سندرې د اجرا پر مهال اغوستې وه. دا جامې وروسته د سینما د تاریخ له تر ټولو پېژندل شویو جامو څخه شوه.

د دې جامو ډیزاین په ځانګړو شرایطو کې ترسره شوی و. کله چې د مونرو پخواني بربنډه انځورونه بیا خپاره شول، د فاکس استډیو مدیران د هغې پر شهرت اندېښمن شول. له همدې امله، ویلیام تراویلا په لنډ وخت کې نوې طرحه جوړه کړه چې وروسته د سینما او فېشن په تاریخ کې په یوه تلپاتې نښه بدله شوه.

دا جامې د فلم له پای ته رسېدو وروسته یوازې په ۱۲ ډالرو وپلورل شوې او د کلونو لپاره داسې انګېرل کېدل چې له منځه تللي دي. خو وروسته بیا وموندل شوه او په ۲۰۱۰ کال کې په یوه لیلام کې په ۳۱۰ زره ډالرو وپلورل شوه. اوس دا جامې یو ځل بیا د خلکو د لیدو لپاره نندارې ته اېښودل شوي دي.

لیدونکي همدارنګه کولای شي د فلم «اوو کلونو خارښت» مشهورې سپینې جامې وګوري؛ هغه جامې چې د مترو پر هواخورۍ د مونرو د ولاړېدو په مشهوره صحنه کې پورته شوه او د سینما د تاریخ یو له تر ټولو پېژندل شویو انځورونو څخه یې رامنځته کړ.

د «مارلین مونرو؛ د هالیووډ نښه» نندارتون یوازې د یوې سینمايي ستورې د جامو او یادګارونو ټولګه نه ده، بلکې د هغې ښځې د ژوند کیسه ده چې د خپل لنډ عمر سره سره یې پر سینما، فېشن او نړیوال عامه کلتور ژور او تلپاتې اغېز پرېښود، او له مړینې څخه یې تر شپېتو کلونو ډېر وخت وروسته هم د نړۍ د هنرمندانو او مینه‌والو لپاره د الهام سرچینه ده.

لیکواله:سلیمه آریایي

موږ تعقیب کړئ

د عاجلو خبرونو، کلیپونو او تازه معلوماتو رسمي چینلونه.

@TOOSnews.com

د رسمي چینل د پرانیستو لپاره پر آیکن کلیک وکړئ.