لیکوال:سعید سمیر
د خيبرپښتونخوا د خزانې سلاکار مزمل اسلم ادعا کړې چې په اسلام اباد او راولپنډۍ ښارونو کې د لګېدلي ګرځبنديز له امله پاکستان ته هره ورځ شاوخوا ۱۹ بیلیونه پاکستاني کلدارو اقتصادي زیان اوړي.
نوموړي ویلي، که دغه وضعیت د لسو ورځو لپاره دوام وکړي، نو ټول اقتصادي تاوان به ۱۹۰ بیلیونه کلدارو ته ورسېږي.
مزمل اسلم ټینګار کړی چې د سوداګرۍ، ترانسپورټ او ورځني اقتصادي فعالیتونو درېدنه د هېواد پر اقتصاد ژور اغېز لري او د فوري حل غوښتنه یې کړې ده.








